افغانستان د درې اړخیز سیریز کوربتوب پلان لري | خبریال

افغانستان د درې اړخیز سیریز کوربتوب پلان لري

کرکبال وېبپاڼه- افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام د پیل وړاندې،د اسټرالیا او ویسټ انډیز هیوادونو ترمنځ د درې اړخیز شل اوریز سیریز کوربتوب په غاړه ولري.

د معلوماتو له مخې درې واړو کرکټ بورډونو ددغه سیریز په ترسره کیدلو موافقه هم کړې،خو ددې سیریز د ځای او نېټو په اړه تراوسه معلومات ندي ورکړل شوي او ډیر ژر به ددغه سیریز د نېټو په اړه هم معلومات ورکړل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رئیس نظیم جار عبدالرحیمزي هم له کرکبال سره په خبرو کې ددغه درې اړخیز سیریز ترسره کیدل تایید کړي دي.

نوموړي وویل: (( د هندوستان په کوربتوب د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام وړاندې به د افغانستان،ویسټ انډیز او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یو درې اړخیز شل اوریز سیریز ترسره شي.))

نوموړي زیاته کړه، چې ممکن دغه سیریز به د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې ترسره شي.

دا ګام له هغې وروسته ترسره کیږي چې زمبابوې کرکټ بورډ د کرونا له کبله په اګسټ میاشت کې د افغانستان سره ترسره کیدونکی،د پنځو نړیوالو شل اوریزو لوبو سیریز لغوه اعلان کړ.

په ورته وخت کې د افغانستان کرکټ بورډ ډایریکټر او مشر سلیکټر انډي مولز بیا د اسټرالیا سره د یوې ټیسټ لوبې، چې د نومبر په ۲۱ ترسره کیږي په دسمبر میاشت کې د ترسره کیدو هڅه کوي.

د ايف ټي پي سکیجول له مخې ټاکل شوي چې اسټرالیا به نومبر میاشت کې د افغانستان په وړاندې د یوې ټیسټ لوبې کوربتوب ترسره کړي.خو د کرونا او همداشان د ای پي ایل سیالیو ته په کتو چې د سپټمبر له ۱۹مې نېټې پیلیږي او د نومبر تر ۱۰مې دوام کوي،ممکن ددې سیالۍ په سکیجول کې هم تغیر راشي.

انډي مولز وایي،دوی هڅه او تمرکز پدې دي،چې یاده سیالي په دسمبر میاشت کې د اسټرالیا سره تایید کړي.

ټاکل شوي وه چې د ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام سیالۍ به په اکتوبر-نومبر میاشت کې اسټرالیا هیواد کې ترسره شوي وای.خو د کرونا له کبله دغه جام سیالۍ بل کال ته وځنډول شوې، چې له مخې به یې هندوستان د ۲۰۲۱ کال کې نړیوال شل اوریز جام کوربتوب په غاړه ولري او اسټرالیا به د ۲۰۲۲ کال نړیوال شل اوریز جام کوربتوب په غاړه ولري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ