د مشعل شړلو وروسته فرهان یوسفزي نوی بورډ اعلان کړ | خبریال

د مشعل شړلو وروسته فرهان یوسفزي نوی بورډ اعلان کړ

کرکبال وېبپاڼه- وروسته له هغې چې څو ورځې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ چرمین فرهان یوسفزي،په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل د کرکټ بورډ له غړیتوب څخه رخصت کړ.ورسره سم په افغان کرکټ بورډ کې ځینې نور نوي تغیرات هم رامنځ ته شول.

د کرکټ بورډ پخواني څلور غړي،د ښار جوړونې او اراضي وزیر محمد جواد پیکار، د سوداګرۍ وزارت پخوانۍ معینه کامله صدیقي،د ټرانسپورټ پخوانی وزیر حمید طهماسي او پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل له دندو لیرې کړل شول او په ځای یې نوي کسان، د ښځو چارو اوسنۍ وزیره حسینه ساپۍ، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی روح الله خانزاده، د ولسمشر د لومړي مرستیال ارشد سلاکار هارون میر او د ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل په دندو وګمارل شول.

د افغانستان کرکټ بورډ په وینا نوي کسان یې د ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني په تایید سره د پخوانیو کسانو په ځای په دندو ټاکلي دي.

یاده د وي چې افغانستان کرکټ بورډ ټول ۹ غړي لري چې د نوو غړو سربېره پکې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلی فرهان یوسفزی، پارلماني چارو کې د دولت وزیر ښاغلی ضیاءالحق امرخېل، د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ نور ساپۍ، د چارو ادارې د فرهنګي چارو پخوانی مرستیال ښاغلی فریدون الهام او ملي سوداګر عبدالرحمن الکوزی شامل دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ