افغان لوبغاړی فضل حق د پنجاب لوبډلې تمریني کمپ کې شامل شو | خبریال

افغان لوبغاړی فضل حق د پنجاب لوبډلې تمریني کمپ کې شامل شو

کرکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ نوولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې ځوان چپ لاسی چټک توپ اچونکی فضل حق د ای پي ایل کینکز الیون پنجاب لوبډلې سره تمریني کمپ کې شامل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې نوموړی نن ورځ په یاد تمریني کمپ کې د برخه اخیستو لپاره د عربي متحده اماراتو په لوري روان شوی دی.

د کرکټ بورډ په وینا،دا چې نوموړی د کینکز الیون پنجاب لوبډلې سره تمریني کمپ کې شامل شوی و،له همدې کبله خو یې هغه د شپږیزه په ډرافټ پړاو پر مهال ونه پېره.

د کرکټ بورډ په خبره چې نوموړی به د ۱۳م پړاو ای پي ایل سیالیو ته د چمتووالي په موخه د یادې لوبډلې سره یو ځای ۲۹ ورځني تمریناتي کمپ ترسره کړي او هلته به د یوه (نېټ بالر) په توګه رول ادا کړي او د تمرین پر مهال به مشهورو لوبغاړو ته،توپ اچونه ترسره کړي.که چیرې نوموړی د تمرین پر مهال ښه وځلید،په لوبډله کې د اخیستو احتمال هم لري.

کرکټ بورډ زیاتوي چې دا به د فضل حق لپاره یو زرین فرصت وي، ترڅو خپلې تجربې پکې پخې کړي.

د یادونې وړ ده چې فضل حق د تیر نوولس کلنو کرکټ لوبډلو نړیوال جام کې ښې لوبې ترسره کړي وې.

ځوان بالر فضل حق ددې وړتیا هم لري چې تر ۱۴۰ کیلو متر پر سرعت سره چټکه توپ اچونه ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ