خوست او ننګرهار د چلنج کپ ولایتي سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه | خبریال

خوست او ننګرهار د چلنج کپ ولایتي سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه

کرکبال وېبپاڼه- د چلنج کپ ولایتي ګرېډ ون سیالیو په لومړي سیمي فاینل لوبه کې، خوست لوبډلې د فاریاب لوبډلې ته په لسو ویکټو ماتي ورکولو سره، د یادو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه.

فاریاب لوبډلې د لومړي وار بيټینګ په کولو سره د ټولو لوبغاړو په سوځیدو (۳۶،۱) اورونو کې (۱۴۴) منډې جوړې کړې او خوست لوبډلې ته یې د ګټلو په موخه ۱۴۵ منډو هدف کيښود.

د فاریاب لخوا توپ وهنه کې عجاز تر ټولو ډیرې (۴۵) منډې جوړې کړې.

د خوست لوبډلې لخوا یو ځل بیا باختر اتل ښه وځلید. نوموړي (۶،۱) اورونو کې یو مېډن ۲۶ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

همداشان حسیب الله او نسیم منګل (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې.نور احمد لکڼوال او اصغر اتل (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف خوست لوبډلې په اسانۍ سره په اوپنینګ ترلاسه او په لسو ویکټو یې بریا خپله کړه.

د خوست لوبډلې لخوا اصغر اتل (۵۸) او رحیم منګل (۸۰) ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې خوست لوبډلې پدې بریا سره پایلوبې ته لار ومونده.

په دوهمه سیمي فاینل لوبه کې،که څه هم کابل او ننګرهار لوبډلو ترمنځ لوبه بې پایلې شوه.خو ننګرهار لوبډلې د رن رېټ له لارې پایلوبې ته لار ومونده.

ټاکل شوي چې د خوست او ننګرهار لوبډلو ترمنځ پایلوبه،به د شنبې په ورځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ