هند لومړي وزیر د ډوهني لاسته راوړنې وستایلې | خبریال

هند لومړي وزیر د ډوهني لاسته راوړنې وستایلې

کرکبال وېبپاڼه- د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان مهندراسینګ د کرکټ کیریر او د هغه لاسته راوړنې وستایلې.

مودي د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان مهندراسینګ ډوهني یو ناهیریدونکی او افسانوي اتل لوبغاړی یاد کړ.

د مودي په وینا د ډوهني پشان یو بهترین لوبغاړی او ویکټ ساتونکی یې تراوسه ندی لیدلی.

مهندراسینګ ډوهني هم د لومړي وزیر نریندرا مودي څخه مننه کړې چې د هغه بریالی کرکټ کیریر یې ستایلی دی.

ډوهني په ورته وخت کې د نریندرا مودي هغه لیک هم پخپله ټولنیزه رسنۍ خپور کړئ چې د ډوهني ستاینه پکې شوي ده.

د یادونې وړ ده چې مهندراسینګ ډوهني د تیرې اګسټ میاشتې په ۱۵مه نېټه د نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان وکړ،چې ورسره د کرکټ نړۍ کې یې زیات غبرګونونه رامنځ ته کړل.

د ډوهني په مشرۍ کې هندوستان د ای سي سي د ټولو ټرافیو اتلوالۍ خپلې کړي دي.

د ډوهني تر رهبرۍ لاندې هندوستان په ۲۰۰۷ کال کې د نړیوال شل اوریز جام،د ۲۰۱۳ کال ای سي سي چمپیون ټرافي سیالیو او همداشان د ۲۰۱۱ کال نړیوال پنځوس اوریز جام اتلوالۍ ترلاسه کړي دي.

ډوهني به ډیر ژر په ای پي ایل سیالیو کې د چنای سوپر کینکز لوبډله کې راڅرګند شي.

ټاکل شوي چې د چنای سوپر کینکز لوبډله به ای پي ایل سیالیو کې د ګډون په موخه سبا جمعې په ورځ د اماراتو په لوري روانه شي.

کینکز الیون پنجاب او همداشان راجستان رویلز لوبډلې لوبغاړي نن ورځ د اماراتو په لوري روان شول.یادې لوبډلې به د شپږو ورځو قرنطین وروسته اماراتو کې تمرینات پیل کړي.

ټاکل شوي چې ۱۳م پړاو ای پي ایل سیالۍ به د سپټمبر په نوولسمه نېټې د اماراتو په درې ښارونو کې پیل شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ