رحمن الله ګربز د کابل بازانو لوبډلې کپتان وټاکل شو | خبریال

رحمن الله ګربز د کابل بازانو لوبډلې کپتان وټاکل شو

 کرکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان اوپنر لوبغاړی رحمن الله ګربز د راتلوونکي اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سيالیو لپاره د کابل بازانو لوبډلې کپتان ونومول شو.

د کابل بازانو لوبډلې سپانسر او مالک عبدالطیف ایوبي هم د کرکبال سره په خبرو کې د هغه ټاکنه تایید کړي ده.

ګربز چې په ډير کم وخت کې یې په نړیواله کچه شهرت ترلاسه کړی دی.په لومړي ځل په تیر ۲۰۱۹ کال سپټمبر میاشت کې د زمبابوې خلاف په شل اوریزه لوبه کې راڅرګند شوی وو.

نوموړي پخپله لومړۍ لوبه کې ښه په جرآت سره ښکلي لوبه ترسره کړه او په ۲۴ توپونو یې ۴۳ چټکې منډې جوړې کړې.نوموړي همداشان ۵ څلوریزې او ۲ شپږیزې هم ووهلې.

د رحمن الله ګربز بریدکوونکي بیټینګ په مټ افغانستان د زمبابوې خلاف په یاده لوبه کې د ۵ لوبغاړو په سوځيدو ۱۹۷ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې یې زمبابوې لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۹ منډې جوړې کړې او افغانستان یاده سيالي په ۲۸ منډو توپیر سره وګټله.

رحمن الله ګربز لس شل اوریزې لوبې ترسره کړي چې په څه باندې ۱۴۰ سټرایک رېټ سره یې، د ۲ نیمه سلیزو په مټ (۳۳۲)منډې جوړې کړي دي. په یوه لوبه کې د نوموړي زیاتې منډې ۷۹ دي.

رحمن الله ګربز د افغانستان په ګډون د خولنا ټایګرز لوبډلې لپاره هم لوبې ترسره کړي دي.

ټاکل شوي وه چې نوموړي به د ۲۰۲۰ کال روان کارابین پریمیر لیګ سيالیو کې د بربادوس لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي وای.خو د ویزو ستونزو له کبله نوموړي ونشول کولی چې یاد لیګ کې ګډون وکړي.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ