هربجن سینګ د لوبډلې سره د اماراتو له سفر پاتي شو! | خبریال

هربجن سینګ د لوبډلې سره د اماراتو له سفر پاتي شو!

کرکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تجربه کاره لوبغاړی هربجن سينګ به سبا د جمعې په ورځ د لوبډلې سره د اماراتو په سفر کې مل نه وي.نوموړی خبر ورکړی دی چې مور یې ناروغه ده او له همدې کبله نشي کولی چې سبا د خپلې لوبډلې سره د اماراتو په لوري روان شي.

۴۰ کلن هربجن سینګ لدې وړاندې د چنای لوبډلې سره پنځه ورځني تمریني کمپ کې هم برخه نه وه اخیستې.

د هربجن ترڅنګ د یادې لوبډلې چټک بالر چيپاک،شردل تاکور او الروانډر رویندرا جېدیجا هم په تمریني کمپ کې برخه نه وه اخیستې.خو یاد لوبغاړي له خپلې لوبډلې سره په چنای کې یو ځای شوي دي.

د معلوماتو له مخې چې هربجن سينګ به دوه اوونۍ وروسته د خپلې لوبډلې سره بیا یو ځای شي.

 هربجن سینګ په ۲۰۱۹ کال ای پي ایل سيالیو پایلوبه کې هم د چنای سوپر کینکز لوبډلې برخه وه.نوموړي خپل اورونه هم ترسره کړل،خو په ویکټ اخیستلو ناکامه شو.

یاده پایلوبه چنای سوپر کینکز لوبډلې د یوې منډې په توپیر ممبۍ انډیانز لوبډلې ته بایللي وه او پدې سره ممبۍ لوبډلې په ریکارډ ډول څلور ځلې د یادو سيالیو اتله شوه.

چنای لوبډلې لوبغاړي اوسمهال په چنای ښار کې په تمریناتو لګیا دي اود نن ورځې تر پایه به دوی خپل تمرینات ترسره کړي او سبا د جمعې په ورځ به د اماراتو هیواد په لوري روان شي.

ای پي ایل سیالیو ته د روانیدو وړاندې به له ټولو لوبغاړو څخه د کرونا ټيسټونه هم ترسره شي.

ټاکل شوي چې ۱۳م پړاو ای پي ایل سيالۍ به د اماراتو په کوربتوب،د راتلوونکي سپټمبر مياشتې په ۱۹مه نېټه پیل چې د نومبر تر اتمې یا لسمې نېټې به دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ