د کارابین لیګ په څلورمه لوبه کې نوین الحق لوبډلې بریا خپله کړه | خبریال

د کارابین لیګ په څلورمه لوبه کې نوین الحق لوبډلې بریا خپله کړه

کرکبال وېبپاڼه- د ګاینا امازون ویریئرز او سنت کېټس او نویس پېټریټس لوبډلو ترمنځ د کارابین پریمیر لیګ په څلورمه لوبه کې ګاینا امازون لوبډلې په درې ویکټو بریا خپله کړه.

پېټریټیس لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۲۷ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته یې د ګټلو په موخه ۱۲۸ منډې هدف کيښود.

پېټریټس لوبډلې لپاره ایون لیوس ۳۰ زیاتې منډې جوړې کړې او د ګاینا امازون لوبډلې لخوا کېمو پاؤل په څلورو اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

نوین الحق څلورو اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او په کومې ویکټ اخیستلو بریالی نشو.

ټاکل شوی هدف د ګاینا امازون لوبډلې لخوا د ۷ لوبغاړو په سوځيدو پداسې مهال ترلاسه شو،چې ۱۸ بالونه یې هم سرته ورته کیښودل.

د ګاینا امازون ویرئیرز لوبډلې لخوا شمرن هټمآیر ښکلي لوبه ترسره کړه او ۴۴ توپونو یې ۷۱ منډې جوړې کړې.نوموړي بیټينګ کې ۸ څلوریزې او ۳ شپږیزې شاملې وې.

د پېټریټس لوبډلې لخوا رایاد عمرت درې ويکټې ترلاسه کړې،خو لوبډله یې بریا ته ونشوه رسولی.

لدې وړاندې ماښام لوبه کې مجیب ځدراڼ لوبډلې په پنځو ویکټو د نبي،نجیب او ظاهرخان لوبډلې ته ستره ماتي ورکړي وه.

په یاده لوبه کې مجیب دوه لوبغاړي سوځولي وو.

د یادو سيالیو په دوام به نن ماښام شپږ نیمې بجې د بربادوس ټریډنټس لوبډلې او سنت لوسیا زوکس لوبډلې ترمنځ پنځمه سيالي ترسره شي.او د شپې دوه بجې به د ټرنباګو نایټ رایډرز او جامیکا تالاوز لوبډلې ترمنځ سيالي ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ