د شپږیزه لیګ ډرافټ پړاو ترسره شو | خبریال

د شپږیزه لیګ ډرافټ پړاو ترسره شو

کرکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ بورډ لخوا د اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو نیلامۍ پړاو تیر ماښام ترسره شو،چې پکې ۹۶ لوبغاړي د شپږو بیلا بیلو لوبډلو واخیستل شول.

ټاکل شوي چې اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ به د راتلونکي سپټمبر میاشتې په شپږمه نېټه پیل،چې د همدې میاشتې تر ۱۶مې نېټې به دوام وکړي.

که څه هم شپږیزه لیګ سیالۍ د ای پي ایل سیالیو څخه درې ورځې وړاندې پای ته رسیږي،خو د درې افغان لوبغاړو،مجیب ځدراڼ،محمد نبي عیسی خېل او راشدخان لوبیدل پکې شکمن دي.

یاد درې واړه لوبغاړي په ای پي ایل سیالیو کې تړونونه لري.

که چیرې یاد لوبغاړي غواړي چې د ای پي ایل سیالیو په پیل لوبو کې برخه واخلي،بیا اړ دي چې د ای پي ایل د پیل یوه اوونۍ وړاندې اماراتو ته ځانونه ورسوي.که چیرې دوی ټول شپږیزه لیګ پړاو لوبوي،بیا د ای پي ایل د پیل څو لوبو کې برخه نشي اخیستلی، چې نه شتون به یې د یادو لوبډلو په زیان وي.

وبه کتل شي چې افغان لوبغاړي شپږیزه لیګ او که ای پي ایل سیالیو کې لوبیدو ته ترجیع ورکوي.

سږ کال اووم پړاو شپږیزه لیګ سیالیو کې د مس عینک لوبډلې پیاوړی اوپنر لوبغاړی نورعلي ځدراڼ هم شتون نه لري. نوموړي لا وړاندې کرکټ بورډ ته خبر ورکړئ چې هغه نه غواړي شپږیزه لیګ کې برخه واخلي.

یاده د وي چې نورعلي ځدراڼ په تیر پړاو شپږیزه لیګ سیالیو کې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی و.

د ټولو لوبډلو لوبغاړي په لاندې ډول دي:

کابل بازانو لوبډله:

رحمن الله ګربز،سمیع الله شینواری،مجیب الرحمان،نوین الحق،عظمت الله عمرزی،ریاض حسن،فرمان الله صافی،اسحاق رحیمي،احسان الله احسان،عبدالله نایب،رحیم منګل،نجات مسعود،رحمن الله ځدراڼ،ضیاء الرحمن اکبر،صدیق اتل،یونس احمدزی،ضیاء شریفي.

بوست ساتوونکي لوبډله:

کریم جنت،ګلبدین نایب،حمزه هوتک،رحمت شاه زرمتی،احسان جنت،سید شیرزاد،شفیث الله غفاري،عمران جنت،محمد عالم،نثار وحدت،غلام دستګیر،نصیب الله شیردلي،ضیاء الحق عیسی خېل،منیر احمد کاکړ،سلیم صافی،طاهر عادل،وقار الله اسحاقزی.

امو نهنګانو لوبډله:

جاوید احمدي،جمع ګل،یامین احمدزی،فرید ملک،عبدالوسیع نوري،درویش رسولي،شوکت زمان،مراد علي،باطن شاه،نصرت الله قریشي،حیات الله ناصري،یوسف ځاځی،زاهد زاخېل،فرهان زاخېل،عمران احمدي،شیر شیرزی،فطرت الله.

سپین غر زمریانو لوبډله:

قیس احمد،نجیب الله ځدراڼ،افتاب عالم،کریم خان صادق،شبیر نوري،فضل ځاځی،ظاهرخان پکتین،رحمت الله سهاک،پرویز ملکزی،بهیر شاه محبوب،زبید اکبري،ظاهر شهزاد،مجید عالم،وحیدالله شفق،عبدالله عادل،ناصر عمر،مسلم موسی.

مس عینک لوبډله:

شهزاد محمدي،محمد نبي عیسی خېل،نجیب تراکی،حشمت الله شاهدي،شاهدالله کمال،نور احمد لکڼوال،عبدالرحمن،بهار علي شینواری،عابد تڼیوال،عبدالله مزاری،عبدالباقي پوپل،جمشید خان،غمی ځدراڼ،صدیق الله پاچا،دولت ځدراڼ،افسر ځاځی،ابراهیم خان.

بند امیر ښاماران:

اصغر افغان،راشدخان،شرف الدین اشرف،حمیدحسن،ابراهیم ځدراڼ،حضرت الله ځاځی،طارق ستانکزی،محمد سردار،ابراهیم عبدالرحیمزی،وفادار مومند،اکرم علي خېل،عمران مير،پرویز امین،میرویس اشرف،وقار الله سلام خېل،عثمان غني،ناصر جمال.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ