مجیب لوبډلې د نبي،نجیب او ظاهرخان لوبډلې ته ماتي ورکړه | خبریال

مجیب لوبډلې د نبي،نجیب او ظاهرخان لوبډلې ته ماتي ورکړه

کرکبال وېبپاڼه- د ویسټ انډیز کورنيو (کارابین پریمیر لیګ) سیالیو په دریمه لوبه کې د مجیب ځدراڼ لوبډلې جامیکا تالاوز لوبډلې په اسانۍ سره د سنت لوسیا زوکس لوبډله په پنځو ویکټو له ستري ماتي سره مخ کړه.

سنت لوسیا زوکس لوبډلې د لومړي بیټینګ په کولو سره په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۸ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۵۹ منډو هدف کيښود.

د سنت لوسیا لوبډلې لخوا روسټن چېز (۵۲)،نجیب الله ځدراڼ په ۲۱ توپونو د یوې شپږیزې او یوې څلوریزې په مټ (۲۵)،پلیچر (۲۲) او محمد نبي عیسی خېل په ۹ توپونو د یوې شپږیزې او یو څلوریزې په مټ (۱۳) منډې جوړې کړې.

د تالاوز لوبډلې لخوا مجیب ځدراڼ ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې،د نبي او روسټن چېز ویکټې یې واخیستې.

دغه شان پرمل (۲)،اندري رسل او سنديپ لمچهاني (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف د جامیکا لوبډلې لخوا په ۱۹م اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

د جامیکا تالاوز لوبډلې لخوا اصف علي (۴۷) ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.دغه شان ګلین پلیپس (۴۴) او رومن پاؤل (۲۶) منډې ترلاسه کړې.

د سنت لوسیا زوکس لوبډلې لخوا توپ اچونه کې کسریک ویلیمز (۲)،سکاټ کګلیجن،اوبډ ماکی،رکیم کرن وال یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ظاهرخان ۴ اورونو کې ۳۶ او محمد نبي عیسی خېل ۲ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې،بې ویکټو پاتي شول.

د یادونې وړ ده چې ددې سیالیو په دوام څلورمه سیالي د افغانستان په وخت د شپې دوه بجې د ګیانا امازون (نوین الحق) او سنت کېټیس او نویس پېټریټس لوبډلې ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ