ګویندر د سويلي افریقا کرکټ بورډ سرپرسته اجراییه رئیسه وټاکل شوه | خبریال

ګویندر د سويلي افریقا کرکټ بورډ سرپرسته اجراییه رئیسه وټاکل شوه

کرکبال وېبپاڼه- سويلي افريقا کرکټ بورډ کوګندري ګویندر د سويلي افريقا کرکټ بورډ نوي سرپرسته اجراییه رئیسه په دنده وټاکله.

د نوموړي ټاکنه له هغې وروسته کیږي چې پخواني سرپرست اجراییوي رئیس جاکس پاؤل له دندې استعفاء ورکړه.

ګویندر د ۲۳ کالونو څخه د زیاتې مودې لپاره په مختلفو سکتورونو کې د اجراییه ریاست تجربې له ځان سره لري.

نوموړې لدې وړاندې په سويلي افریقا کرکټ بورډ کې د مالي مدیرې په حيث هم خپله دنده اجرأ کړي ده.

د سويلي افریقا کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ويلي چې نوموړې باندې باور لري چې د سويلي افريقا کرکټ ټولې چارې به تنظیم او په ښه شان سره به یې پرمخ یوسي.

((مونږ پدې باوري یو چې کوګندري ګویندر ددې څوکۍ لپاره يوه ښه ټاکنه ده او نوموړې به وکولی شي چې ټولې چارې تنظیم او پدې موده کې به یې په ښه ډول سره پر مخ یوسي.))

نوي ټاکل شوې ګویندر هم ژمنه وکړه چې د سويلي افریقا کرکټ د رغوي او پرمختګ لپاره چې کوم پلانونه او تجربې لري،په هغو ټولو به د نورو ادراي کارکوونکو سره یو ځای کار کوي.

د یادونې وړ ده چې سويلي افريقا کرکټ بورډ کې هم وخت ناوخت د اداري فساد او درغلیو ادعاوې کيږي.چې له همدې کبله ځینې چارواکي له دندو هم ګوښه شوي دي.

لدې وړاندې ځینو سويلي افریقايي لوبغاړو له ادارې چارواکو له چلند څخه شکایتونه کړي او بعضې لوبغاړي نورو هیوادونو ته مهاجر شوي دي.

خو په سويلي افریقا کرکټ بورډ کې د پخوانیو لوبغاړو په دندو له ګمارنې وروسته اوس حالت لږ څه نرم شوي دي.خو سره ددې بیا ځینې تور پوستکي لوبغاړي لدې شکایت کوي چې په لوبډله کې تبعيضي چلند له کبله دوی ته چانس نه ورکول کیږي.دا هغه ادعاوې دي چې د یادو مسؤولو کسانو لخوا رد شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ