کې ایل راهول: ټوله لوبډله غواړي چې ډوهني ته وروستۍ لوبه برابره شي | خبریال

کې ایل راهول: ټوله لوبډله غواړي چې ډوهني ته وروستۍ لوبه برابره شي

کرکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي اوپنر لوبغاړي کې ایل راهول غوښتنه کوي،چې د مهندراسينګ ډوهني د نړیوال کرکټ څخه د رخصت په خاطر دې،یوه وروستۍ سيالي د هغه لپاره برابره شي،تر څو نوموړی پکې ښه په ویاړ او عزت سره نړیوال کرکټ ته پکې د پای ټکی کیږدي.

د راهول په وینا پدې سره به د هند ټولو لوبغاړو ته یو فرصت هم برابر شي،ترڅو د وروستي ځل لپاره د هغه سره یو ځای لوبه وکړي او خوند ترې واخلي.

د راهول په خبره،که دوی هر څومره د ډوهني د لاسته راوړنو صفت وکړي بیا هم کم دی.

راهول زیاتوي،ډوهني یو داسې لوبغاړی و.چې هر وخت به مونږ د څه په اړه پوښتنه ترې وکړله،هغه به را ځواب کړه.

کې ایل راهول همداشان وویل، ډوهني به هر وخت مونږ ته کرکټ په برخه کې خپلې اړینې مشورې راسره شریکولې او په ورته وخت کې به یې خپلې غلطۍ هم راته په ګوته کولې. او دده له برکته مونږ نن ورځ تردې ځایه را رسیدلي یو.

راهول وویل،کله یې چې د ډوهني تقاعد اعلان واورید،ټکان یې وخوړ.

((په رښتیا چې ډيره ټکان ورکوونکي وه.زه په رښتیا هم زړه ماتی شوم.زه ډاډه یم چې هر څومره لوبغاړو د هغه تر کپتانۍ لاندې لوبې کړي دي،دوی به حتما دا غواړي چې ډوهني لپاره یوه وروستۍ سيالي برابره شي،ترڅو د هغه لپاره ځانګړی خدمت پکې وشي او په ویاړ سره د نړیوال کرکټ څخه تقاعد پکې واخلي.))

(( هغه یو داسې کس وو چې مونږ ټول یې په یو ښه لوري رهبري کړي وو.نوموړي به مونږ ته خپلې غلطۍ ښودې او ډير څه به یې را زده کول.کله چې به مونږ یو څه کې شکي شوو او غوښتل به مو چې یو داسې څوک پيدا کړو چې پوښتنه ترې وکړو.هغه به همیش له مونږ سره و.))

د یادونې وړ ده چې مهندراسينګ ډوهني د اګسټ په ۱۵مه نېټه د نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ،چې ورسره د نړۍ په هر کونج کې د لوبغاړو او مینه والو لخوا تر ننه ورځې پورې د هغه ستاینې کیږي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ