خوست ورزشي خبریالانو هم د ازادۍ ورځ د کرکټ په لوبې سره ونمانځله | خبریال

خوست ورزشي خبریالانو هم د ازادۍ ورځ د کرکټ په لوبې سره ونمانځله

کرکبال وېبپاڼه- د افغانستان د ازادۍ اخیستو د ۱۰۱ مې کلیزې د نمانځنې په ویاړ د خوست ورزشي خبریالانو شورا تر منځ خپلمنځي دوستانه سیالي ترسره شوه،چې
د سولې اتلانو لوبډلې په بریا پای ته ورسیده.

د لوبې ټاس یا پچه غازي امان لوبډلې کپتان اکبرعلي سمون وګټله او لومړی یې توپ وهنې پریکړه وکړه.

په ټاکلو ۱۴ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۸۰ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ګټلو په موخه ۸۱ منډې هدف کيښود.

د بهار سمسور په مشرۍ کې د سولې اتلانو لوبډلې
ټاکل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځیدو د لوبې په لسم اور کې ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

د یادونې وړ ده چې د سیالۍ غوره لوبغاړی عبدالرحمن اشنا ونومول شو.

ددې سیالۍ موخه د ازادۍ اخیستو د ورځې نمانځنه او همداشان په خوست کې د خبریالانو ترمنځ د ښې همهنګۍ او د غوره نږدې اړیکو رامنځته کول وو.

یاده لوبه او مراسم چې د خوست ورزشي خبریالانو شورا په هڅو او په جنوب ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په مالي لګښت د خوست په خصوصي کرکټ لوبغالي کې ترتیب شوي وو؛ پکې د خوست د ورزشي خبریالانو شورا غړیو، د رسنیو همکارانو او د ورزش مینوالو شتون درلود.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ