د کرابین لیګ دوهمه لوبه کې راشدخان ټیم بریا خپله کړه | خبریال

د کرابین لیګ دوهمه لوبه کې راشدخان ټیم بریا خپله کړه

کرکبال وېبپاڼه- د کرابین پریمیر لیګ سیالیو په دوام دوهمه لوبه کې راشدخان ټیم بربادوس لوبډلې په ۶ منډو توپیر ستره بریا خپله کړه.

دوهمه سیالي چې د بربادوس ټرېډنټس او سنت کېټس او نویس پېټریټس لوبډلو ترمنځ په براین لارا کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د سیالۍ ټاس یا پچه سنت کېټیس او نویس پېټریټس لوبډلې وګټله او لومړی توپ وهنه یې بربادوس لوبډلې ته ورکړله.

بربادوس ټرېډنټس لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو (۱۵۳) منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د سیالۍ ګټلو په موخه ۱۵۴ منډو هدف کيښود.

د بربادوس لوبډلې لخوا افغان الراونډر راشدخان په وروستیو کې ښکلي لوبه ترسره کړه.په ۲۰ توپونو یې (۲۶) ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او د خپلې لوبډلې هدف یې لږ څه لوړ کړ.

نوموړي بیټینګ کې یو سټایلي شپږیزه او ۲ څلوریزې شاملې وې.

ددې ترڅنګ بربادوس لوبډلې ته په نورو توپ وهوونکو کې، مایرز (۳۷)،هولډر (۳۸) زیاتې منډې جوړې کړې.

سنت کېټس لوبډلې لخوا توپ اچونه کې سوهیل تنویر،کټرال او عمرټس هر یوه دوه-دوه ویکټې ترلاسه کړې.الزاري جوزېپ او ایش سودي ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د هدف په تعقیب کې سنت کېټس او نویس پېټریټس لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۷ منډې جوړې کړې او سیالي یې د ۶ منډو په توپیر بایلوده.

سنت کېټس لوبډلې لپاره بین ډنک (۳۴)،کریس لاین (۱۹)،دانش رمدین (۱۳)،اېون لېوس (۱۲) او همداشان جوشوا ډي سیلوا (۴۱) ناسوځیدلي منډې وکړې.

د بربادوس لخوا راشدخان ۴ اورونه کې ۲۷ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.همداشان مېچل سنټر ۴ اورونو کې یو مېډن ۱۸ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

یاده د وي چې لدې وړاندې په لومړی لوبه کې نوین الحق هم ښه ځلیدلی و او دوه لوبغاړي سوځولي وو.

نن هم دوه سیالۍ ترسره کیږي چې لومړی د جامیکا تالاواز او سنت لوشیا زوک لوبډلو ترمنځ او دوهمه سیالي ګیانا امازون او سنت کېټیس نویس پیټریټس لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

سیالۍ د افغانستان په خت د شپې ناوخته او سهار مهال کې ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ