۲۰۲۰ کال سي پي ایل | خبریال

۲۰۲۰ کال سي پي ایل

کرکبال وېبپاڼه- د ویسټ انډیز کرابین پریمیر لیګ سیالیو لومړی لوبه کې افغان لوبغاړی نوین الحق ښه وځلید،خو لوبډله یې بریا ته ونشوه رسولی.

ټرینباګو نایټ رایډرز لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ اچونه غوره کړه.

سیالي چې د باران له کبله ۱۷ اورونو ته راښکته شوي وه.پکې ګیانا امازون ویریئرز لوبډلې په ټاکلو اوولس اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۴ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ګټلو په موخه ۱۴۵ منډې هدف وټاکه.

د ټرنباګو لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې سونیل نارېن د ۱۹ منډو په ورکولو سره دوه ویکټې ترلاسه کړې.همداشان علي خان،براوو او جایډن سېلز یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ګیانا امازون لوبډلې لپاره توپ وهنه کې هټمآیر ښکلي لوبه وکړه.نوموړي په ۴۴ توپونو د ۲ شپږیزو او ۲ شپږیزو په مټ (۶۳) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

دغه شان روز ټایلر (۳۳)،نیکولاس پورن (۱۸)،کېمو پاؤل (۱۵) منډې جوړې کړې.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې ټرنباګو لوبډلې توپ وهنه پیل کړه او ټاکلی هدف یې د لوبې په وروستي اور ۴م توپ سره د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په ۴ ویکټو یې لومړی بریا خپله کړه.

د ګیانا امازون لوبډلې لپاره توپ اچونه کې افغان لوبغاړي نوین الحق تر ټولو بهترینه توپ اچونه ترسره کړه،چې په ۳،۴ اورونو کې یې ۲۱ منډې ورکړې او ډرن براوو او لېنډل سیمونز یې له مخې پورته کړل.

د ټرنباګو لوبډلې لپاره سونیل نارېن (۵۰)،ډرن براوو (۳۰)،لېنډل سیمونز او کولین مونرو (۱۷-۱۷) منډې جوړې کړلې.

په یادو سیالیو کې دوهمه لوبه د بربادوس ټرېډنټس او سنت کېټس او نویس پېټریټس لوبډلو ترمنځ روانه ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ