کامران اکمل: پدې هیله چې د ډوهني په څیر کپتان پاکستان کې هم راشي | خبریال

کامران اکمل: پدې هیله چې د ډوهني په څیر کپتان پاکستان کې هم راشي

کرکبال وېبپاڼه-د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان کامران اکمل د مهندراسینګ ډوهني کپتاني او د هغه کرکټ کیریر وستایه.

نوموړي وویل،پدې هیله یم چې د مهندراسینګ ډوهني په څیر یو بې عرضه کپتان پاکستان لوبډله کې هم راشي.

ډوهني د اګسټ میاشتې په ۱۵مه نېټه د نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان وکړ،چې ورسره ډیری مینه والو یې د هغه پر پریکړه خفه ښکاره کړ.

ډوهني د کرکټ په ډګر کې یوه پيژندل شوي څیره وه،چې د تقاعد د ورځې څخه نیولې تر ننه ورځې پورې یې د مینه والو او کرکټرانو لخوا د کرکټ کیریر ستاینې کیږي.

د کامران اکمل په وینا چې ډوهني یو داسې لوبغاړی و،چې د خپلو کارکردګیو په اساس یې ټیم جوړ کړی وو او هر وخت به یې د ټیم په ګټه لوبې کولې.

د هغه په وینا ډوهني د نورو کپتانانو په څیر نه و،چې یوازې د ځان په خاطر ددې لپاره چې لوبډله کې ځای قایم کړي،لوبې کړي.

نوموړي همداشان وویل، ډوهني ته باید د سچن ټنډولکر په څیر یوه دوستانه سیالي برابره شي،ترڅو نوموړی پکې ښه هرکلي سره تقاعد واخلي.

کامران اکمل هم د وخت یو بهترین لوبغاړی شمیرل کیده.خو نوموړی اوسمهال د اوټ فوم کیدو له کبله د لوبډلې څخه ډراپ شوی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ