ډريم الیون د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سپانسرۍ امتیاز ترلاسه کړ | خبریال

ډريم الیون د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سپانسرۍ امتیاز ترلاسه کړ

کرکبال وېبپاڼه- د ای پي ایل چرمین بریجش پټېل هم تایید کړه چې د ۲۰۲۰ کال ای پی ایل سيالیو د سپانسرۍ حقوق یا امتیاز د ډریم الیون په نوم سپورټي څانګې ترلاسه کړل.

پټېل وویل: (( ډريم ۱۱ د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو ټېټل سپانسرۍ امتیاز يا حقوق په ۲۲۲ کروړه هندۍ کلدارو وګټل.))

د چینایي موبایل شرکت (ويؤو) سره د تړون پای ته رسولو وروسته،هند کرکټ بورډ هڅې روانې کړي وې،چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو لپاره یو مالي سپانسر پیدا کړي.

د سپانسرۍ لپاره څو شرکتونو دلچسپي ښودلي وه او بالاخره (ډریم ۱۱) سپورټي څانګه پدې بریالی شوه چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو ټېټل سپانسرشیپ امتیاز ترلاسه کړي.

یاده دې وي چې (ويؤو) په نوم چینايي موبایل جوړونې شرکت له هند کرکټ بورډ سره د پنځو کالونو لپاره د ټېټل سپانسرۍ تړون درلوده.او هر کال به یې هند کرکټ بورډ تر ۴۰۰ کروړه زیاتې پیسې ورکولې، خو د هند او چین ترمنځ په سرحدي پوله د نښتو وروسته هند کرکټ بورډ له یاد شرکت سره د ای پي ایل سپانسرۍ تړون پای ته ورسوه.

د معلوماتو له مخې بایجو شرکت د ۲۰۲۰ ای پي ايل سيالیو د سپانسرۍ ترلاسه کولو لپاره په (۲۰۱) کروړه، ان اکاډمي په (۱۷۰) کروړه، بولۍ ويشتلي وي.خو ډریم الیون په ۲۲۲ کروړه بولۍ پرې وویشته او د یادو سيالیو د سپانسرۍ امتیاز یې ترلاسه کړ.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ