په همدې ورځ ویراټ کوهلی نړیوال کرکټ کې راڅرګند شوی و | خبریال

په همدې ورځ ویراټ کوهلی نړیوال کرکټ کې راڅرګند شوی و

کرکبال وېبپاڼه- دوولس کاله وړاندې په همدې ورځ د نړۍ اوسنی مشهوره لوبغاړی ویراټ کوهلي نړیوال کرکټ کې راڅرګند شوی و.

نوموړي خپله لومړۍ لوبه د سریلانکا لوبډلې خلاف په ډمبولا لوبغالي کې ترسره کړه.نوموړی په کریز کې ۳۳ دقیقې پاتي کیدلو وروسته له ۲۲ بالونو سره مخ شو چې یوازې ۱۲ منډې یې جوړې کړې.نوموړي بیټينګ کې یوازې يوه څلوریزه شامله وه او بیا د نوان کولیسکرا لخوا پویلیان ته ولیږل شو.

هند کرکټ ملي لوبډله په یاده لوبه کې یوازې په ۱۴۶ منډو وسوځيده.اجنتا مندېس او موتیا موراليتران هر یوه پکې (۳-۳) ویکټې اخیستي وې.

ویراټ کوهلي د لومړی سلیزې ترلاسه کولو لپاره ۱۴ میچونه انتظار وکړ او بالاخره نوموړی وتوانید چې د همدې سریلانکا لوبډلې خلاف په ۲۰۰۹ کال کې خپله لومړی سلیزه جوړه کړي.

نوموړي په یاده لوبه کې ۱۰۹ منډې جوړې کړې او په نړیوال کرکټ کې يې لومړی سلیزه وشمیرل شوه.

له هغې مودې راهیسې ،تردې دمه نوموړي په یو ورځنیو لوبو کې ۴۳ سلیزې جوړې کړي دي.نوموړی د کرکټ په تاریخ کې تر ټولو بهترین د منډو (چېزر) یا څارونکي لوبغاړي په توګه هم شمیرل کیږي او زیاتره وخت نوموړی د مقابلې لوبډلې لخوا ورکړل شوي هدف ته ځان رسوي.

۳۱ کلن ویراټ کوهلي ۲۴۸ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي چې په ۵۹،۳۳ اوسط سره یې (۱۱زره۸۶۷) منډې یې پکې جوړې کړي دي. نوموړي زیاتې منډې په یوه لوبه کې ۱۸۳ دي چې د پاکستان لوبډلې خلاف يې جوړې کړي دي.

نوموړی د سچن ټنډولکر وروسته په یو ورځنیو لوبو کې دوهم لوبغاړی دی چې زیاتې سلیزې یې جوړې کړي دي.

ویراټ کوهلي په یو ورځینو لوبو درجه بندۍ کې په لومړي مقام او همداشان په ټيسټ درجه بندۍ کې په دوهم مقام قرار لري.

ویراټ کوهلي ۸۶ ټيسټ لوبې ترسره کړي دي،چې په ۵۳،۶۲ اوسط سره یې ټولې (۷۲۴۰) منډې جوړې کړي دي او ۲۷ سلیزې یې هم پوره کړي دي.

د نوموړي زیاتې منډې په یوه لوبه کې ۲۵۴ دي،چې په ۲۰۱۹ کال کې يې د جنوبي افریقا خلاف په پوني ښار کې ترسره کړي وې.

زیاتره کرکټ مینه وال پدې اند دي،که چیرې ویراټ کوهلی همداسان فوم ته دوام ورکړي،لیرې نده چې نوموړی به د سچن ټنډولکر ریکارډ هم مات کړي.

سچن ټنډولکر له هغې وروسته له کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ،چې سل سلیزې یې بشپړې کړې.خو کوهلي اوسمهال بیا په ټولو پارمټونو کې تردې دمه ۷۰ سلیزې لري.

ویراټ کوهلي به یو ځل بیا په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو کې چې د سپټمبر په نوولسمه نېټه پیلیږي،د رویل چلنجرز بنګلور لوبډله کې راڅرګند شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ