ډېن جونس: د ډوهني تقاعد وروسته به راهول او پنټ ارام خوبونه کړی وي | خبریال

ډېن جونس: د ډوهني تقاعد وروسته به راهول او پنټ ارام خوبونه کړی وي

کرکبال وېبپاڼه- وروسته له هغې چې د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان مهندراسينګ ډوهني له نړيوال کرکټ څخه تقاعد یا استعفا اعلان کړه،ورسره سم د کرکټ په نړۍ کې ګڼو مینه والو او کرکټرانو خپل غبرګونونه ښکاره کړل.زیاتره مینه والو د هغه په یوه ناڅاپي تګ خفګان ښکاره کړ او ګڼو نورو ورته بیا د یوه بریالي کرکټ کیریر مبارکۍ وړاندې کړې.

ډوهني د هند لپاره خورا بریالی کپتان شمیرل کیده.د نوموړي په مشرۍ کې هند د ۲۰۰۷ کال نړیوال شل اوریز جام،د ۲۰۱۱ کال نړیوال پنځوس اوریز جام او همداشان د ۲۰۱۳ کال ای سي سي چمپیون ټرافي سيالیو اتلوالۍ ترلاسه کړي وې.

مهندراسينګ ډوهني د هند لپاره وروستۍ لوبه په۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې د نیوزیلینډ خلاف د سيمي فاینل لوبه وه. دهغې راهیسې نوموړي بیا د هند لپاره کرکټ لوبه نده ترسره کړې.

دا چې نوموړي اوس د کرکټ څخه تقاعدی اعلان وکړ،ورسره سم د مینه والو او مبصرینو لخوا د هغه ځای ناستي لوبغاړي په توګه بحثونه راون دي، او هر یو کس د نوموړي د ځای ناستې لپاره خپل نظر ورکوي.

یو هم لدې څخه ډېن جونس و،چې خپل نظر یې ورکړ.نوموړي وویل، د مهندراسینګ ډوهني د تقاعد وروسته به کې ایل راهول او رشاب پنټ ښه په ارامۍ سره خوب کړی وي.

پنټ او راهول دواړه ویکټ ساتوونکي لوبغاړي دي او زیاتره وخت به د ډوهني په شتون کې دوی ته د ویکټ کيپینګ چانس نه برابر کیده.دا چې اوس ډوهني تقاعد واخیست،ورسره به یادو لوبغاړو ته د ویکټ کيپینګ او د لوبو چانس زیات ورکړل شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ