کرکټ بورډ کې د عاطف مشعل غړیتوب ختم کړل شو | خبریال

کرکټ بورډ کې د عاطف مشعل غړیتوب ختم کړل شو

کرکبال وېبپاڼه-افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکوي چې پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل غړیتوب یې کرکټ بورډ کې پای ته رسولی دی.

عاطف مشعل چې پخوا د افغانستان کرکټ بورډ مشر و،او له دندې ګوښه کیدو وروسته پاکستان کې د افغانستان سفیر وټاکل شو.په نوموړي تور و،چې په افغان کرکټ ملي لوبډله کې یې د لوبغاړو ترمنځ نفاق او ډلې جوړې کړي وې.

خو سره ددې چې نوموړی په پاکستان کې د افغانستان سفیر و،خو ددې ترڅنګ یې کرکټ بورډ کې هم خپل غړیتوب درلود.

د کرکټ بورډ چرمین فرهان یوسفزي په وینا چې عاطف مشعل نور حق نه لري چې د کرکټ بورډ په مسایلو کې مداخله وکړي.

د کرکټ بورډ په وینا چې دوی به ډیر ژر د عاطف مشعل په ځای،بل نوی کس په دنده وګماري.

کرکټ بورډ همداشان هغه کسانو ته چې مشعل سره اړیکي ساتي،خبر ورکړئ چې په هيڅ صورت نشي کولی چې د هغه نوم د کرکټ بورډ د غړي په توګه وکاروي.

له بلې خوا د کرکټ زیاتره مینه وال په اوسني مشر فرهان یوسفزي هم نیوکې کوي،چې بې کفایته او د کرکټ بورډ د مشرۍ صلاحیت نه لري.

د دوی په وینا اوسنی مشر تراوسه پدې ندی توانیدلی چې د (ایف، ټي، پي) پرته افغان کرکټ ملي لوبډلې ته کومې لوبئ برابرې کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ