سويلي افریقا کرکټ بورډ مشر له خپلې دندې استعفا ورکړه! | خبریال

سويلي افریقا کرکټ بورډ مشر له خپلې دندې استعفا ورکړه!

کرکبال وېبپاڼه- سويلي افریقا کرکټ له یوې بلې ستونزې سره مخ شو،د یاد هیواد د کرکټ بورډ مشر کریس نېنزاني له خپلې دندې استعفا اعلان کړه.

ننزاني چې د سويلي افريقا کرکټ په برخه کې یو فعال شخصیت شمیرل کیده او دنوموړي په مدیریت کې سويلي افریقا کرکټ په یو ښه لوري روان وو.

نوموړی په ۲۰۱۳ کال کې د سويلي افريقا کرکټ بورډ ادارې مشر ټاکل شوی و او د ۷ کالونو له دندې ترسره کولو وروسته یې نن له خپلې دندې استعفا ورکړه.

ټاکل شوي وه چې نوموړي به په رسمي ډول د سپټمبر په ۵مه نېټه خپله دنده پای ته رسولي وای،خو د ټاکلي مودې ۲۲ ورځې وړاندې نوموړي خپله دنده پریښوده.

کریس نزاني د کرکټ په ډګر کې د سويليٍ افریقا کرکټ بورډ لپاره زیات خدمتونه ترسره کړي دي،ویل کيږي چې د ځینو له کبله شاید نوموړي خپله دنده پای ته رسولي وي.

د نوموړي په نشتون کې به بریسفورډ ویلیمز تر موقت وخت پورې (سپټمبر ۵مې) خپله دنده پر مخ یوسي او له هغې وروسته به د یادې څوکۍ لپاره نوی شخص په دنده وګمارل شي.

سويلي افريقا کرکټ بورډ ادارې د نوموړي خدمتونه ستايلي او مننه یې ترې کړي ده.

((د سويلي افريقا کرکټ بورډ د غړو شورا او ډایریکټرانو په استازیتوب، مونږ د کریس ننزاني د کرکټ خدمتونه چې پدې تیرو شلو کالونو کې یې ترسره کړي دي،زیاته مننه کوو.مونږ نوموړي ته پخپلو راتلوونکو چارو کې لا بریالیتوب غوښتوونکي یو.))

د يادونې وړ ده چې سويلي افریقا هغه هیواد دی،چې د کرکټ په برخه کې زیات تبعیضي او نژادي چلندونه پکې ترسره کیږي.

پدې وروستیو کې ځينو پخوانيو تور پوستکو لوبغاړو شکایت هم کړی چې د وخت پر مهال د مشرانو لخوا ورسره ښه چلند ندی شوی او تل د لوبډلې څخه په یوه چل ډراپ شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ