سوریش راینا: د تقاعد وروسته ما او ډوهني غیږې سره تاو او ډير مو وژړل! | خبریال

سوریش راینا: د تقاعد وروسته ما او ډوهني غیږې سره تاو او ډير مو وژړل!

کرکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان مهندراسينګ ډوهني د نړیوال کرکټ څخه په تقاعد کیدو د کرکټ نړۍ ټکاني کړه او د خپلواکۍ په ۷۴مې کلیزې په ورځ (۱۹:۲۹ ساعتو) استعفا ورکړه.

ډوهني په وروستي ځل په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سيمي فاینل لوبه کې،د نیوزیلینډ خلاف د هند لوبډلې استازیتوب کړی و.یاده لوبه هند په ۱۸ منډو بایللي وه.

د ډوهني د نړیوال کرکټ څخه د تقاعد وروسته څو شیبې نه وې تیره شوې،چې سوریش راینا هم په همدې قطار کې ورسره یو ځای شو او نوموړي په انسټګرام کې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان خبر ورکړ.

سوریش راینا وایي،د تقاعد وروسته ما او ډوهني یو له بل څخه غیږې تاوې کړې او ښه ډير مو وژړل.

((زه پوهیدم چې ډوهني د نړیوال کرکټ څخه استعفا ورکوي او ځکه خو چنای ته ورسیدم.بیا زه هم خپلې پریکړې ته چمتو شوم.زه همداشان پیاش چولا،ډيپاک چهار او کان شرما د اګسټ په ۱۴مه نېټه په چټر الوتکه کې د هند رانچي ښار ته ورسیدو او له هغه ځای څخه مو ډوهني او مویو سینګ را پورته کړل.))

((د تقاعد وروسته مونږ دواړو غیږې سره تاو کړې او ښه ډیر مو وژړل.زه او راسره پیاش چولا،امباتي رایدو،کېدر جېدو، او کن شرما راسره یو ځای کيښناستو د کرکټ کیریر او همداشان د ملګرتیا او اړیکو په اړه مو خبرې سره وکړلې.))

دواړه لوبغاړي سوریش راینا او مهندراسینګ ډوهني به په ژيړ لباس کې یو ځای په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالو کې د چنای سوپر کینکز لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ