فرهان یوسفزي د جنسي ځورونې ټویټ پسې پلټنې پیل کړي | خبریال

فرهان یوسفزي د جنسي ځورونې ټویټ پسې پلټنې پیل کړي

فرهان یوسفزي د جنسي ځورونې ټویټ پسې پلټنې پیل کړي

کرکبال وېبپاڼه- کرکبال ته د را رسیدلو معلوماتو له مخې چې د افغانستان کرکټ بورډ چیرمېن فرهان یوسفزي د هغه ټويټ په اړه چې پر نوموړي یې د جنسي ځورونې تور پورې کړی و،پلټنې پیل کړي دي.

د ترلاسه شوو د معلوماتو له مخې چې د افغانستان کرکټ بورډ چیرمېن فرهان یوسفزي د همدې ټویټ د کارونکي د معلومولو لپاره انګلستان ته تللی دی او هلته یې پدې برخه کې له بریتانوي سایبر پلټوونکو پولیسو څخه د مرستې غوښتنه کړي ده.

پخپله فرهان یوسفزي په ټویټر پاڼه لیکلي،چې د یاد جعلي ټویټ کارونکي پسې د افغانستان ملي امنیت او همداشان د بریتانیا سایبر خوندیتوب ادارې پلټنې پیل کړي او ډیر ژر به د یاد ټویټ اصلي کس معلوم او خلکو ته به یې څیره ښکاره کړي.

((دا فساد انسان دومره غیرت نه لري چې د یوه شخص په توګه له ما سره مخامخ شي.د بریتانیا انټرنیټي یا سایبري امنیت او همداشان افغانستان ملي امنیت ادارې د یاد ټويټ په اړه پلټنې پیل کړي او ډیر ژر به یې کارونکی معلوم او خلکو ته به یې څیره ښکاره کړي.که ددې بې شرفه اکوونټ او پوسټ نېټو ته وکتل شي،له هغې وروسته پرانیستل شوی،کله چې پدې وروستیو کې په افغانستان کرکټ بورډ اداره کې تغیرات رامنځ ته شول.داسې کار ما د خپل هیواد د مبارزې څخه نشي ودرولی.))

تراوسه ښکاره نده چې سایبري امنیت پولیسو به دا موضوع تر کومه پلټلي وي.

که چیرې د بریتانیا سایبري پولیس یا امنیت دا ثابته کړي چې دا ټویټ جعلي او د یوه کس د توهین په اساس شوی.نو د سایبري قوانینو له مخې ټویټ کوونکی له سختې سزا سره مخ کیدلی شي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ چیرمېن فرهان یوسفزي پسې د لیزا سنډرز په نوم اکوونټ له لارې د جنسي ځورونې ادعاوې له هغې یوه ورځ وروسته وشوې،کله چې کرکټ بورډ مشر لطف الله ستانکزی او حقوقي مشاور عبدالله بارکزی له دندو لیرې کړل.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ