شهزاد محمدي: د ډوهني تقاعد کیدل زما لپاره خواشینونکی خبر و | خبریال

شهزاد محمدي: د ډوهني تقاعد کیدل زما لپاره خواشینونکی خبر و

کرکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتونکي لوبغاړي محمد شهزاد محمدي د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان مهندراسينګ ډوهني په تقاعد کیدو خفګان ښکاره کړی دی.

نوموړي پخپله ټويټر پاڼه لیکلي،زما لپاره خواشینونکی خبر د ډوهني تقاعد کیدل و.

(( ډير خواشینونکی خبر اورم،چې زما د خوښې او ماډل لوبغاړی مهندراسینګ ډوهني نړیوال کرکټ پریږدي.نوموړي چې هند کرکټ ملي لوبډلې ته کوم خدمتونه کړي د هیریدو وړ ندي.ماته به د ستا کرکټ هغه مشورې چې زما د پرمختګ لامل شوي،هر وخت به راته یادیږي.ډوهني بهای ډير به مو یادیږي.))

نه یوازې شهزاد،بلکې لدې وړاندې راشدخان او محمد نبي عیسی خېل هم د مهندراسينګ ډوهني د تقاعد کیدو په اړه خپل غبرګونونه ښودلي وو.

محمد نبي عیسی خېل او راشدخان ویلي وو،چې د هند کرکټ لپاره ستا لاسته راوړنې د هیریدو ندي.

مهندراسينګ ډوهني د کرکټ په ډګر کې یو مشهور،خوش اخلاقه او نرم مزاجه کرکټر و،چې تیرې شنبې په ورځ یې په یوه ناڅاپي ډول د نړیوال کرکټ سره د تل لپاره مخه ښه اعلان کړه.

د نوموړي د تقاعد کیدو اعلان سره سم د نړۍ زیاتو لوبغاړو او مینه والو هم خپل غبرګونونه څرګند کړل.

لا هم په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړي کارکردګيو او لوبو ستاینه کیږي او هغه یې،یو ناهیریدونکی اتل لوبغاړی یاد کړی دی.

د مهندراسینګ ډوهني د تقاعد کیدو اعلان سره سم،د هغه بل ملګري او مشهور لوبغاړي سوریش راینا هم نړیوال کرکټ څخه تقاعد کید اعلان وکړ.

ډوهني او سوریش راینا دواړه د کرکټ په ډګر کې نږدې ملګري شمیرل کیدل او دواړه یو ځای په ای پي ایل سيالیو کې د چنای سوپر کینکز لوبډلې لپاره لوبې ترسره کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ