افغان لوبغاړو هم د ډوهني کرکټ کیریر وستایه! | خبریال

افغان لوبغاړو هم د ډوهني کرکټ کیریر وستایه!

کرکبال وېب پاڼه- تیره ورځ د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان مهندراسینګ ډوهني د نړیوال کرکټ سره په یوه ناڅاپي ډول د تل لپاره مخه ښه اعلان کړه.چې ورسره د نړۍ ګڼو مینه والو او کرکټرانو د هغه لاستې راوړنې او کرکټ کیریر وستایه.

داسې لوبغاړی او مینه وال به نه وي پاتي شوي چې د هغه کرکټ کیریر ستاینه یې نه وي کړې.

افغان لوبغاړو هم د مهندراسینګ ډوهني د کرکټ پړاو او د هند لپاره د هغه لاسته راوړنې وستایلې.

افغان الروانډر محمد نبي عیسی خېل لیکلي: (( ایم ایس افسانوي کرکټر او همداشان یو بهترین کپتان و.نوموړی په کرکټ کې په یوه فېنیشر یا لوبه ختمونکي لوبغاړي باندې پيژندل کیده.ددې ترڅنګ یو خوش اخلاقه انسان و. د نوموړي ناهیریدونکي خاطرې به د تل لپاره د هغه ملګرو او مینه والو په زړونو کې وي.))

راشدخان لیکلي: ((یوه ښه مشر،یو ښه فېنیشر او یو ستر مهم شخصیت لرونکی ډوهني بهای. د ټولو خاطراتو څخه د مننه کوم.))

د یادونې وړ ده چې مهندراسینګ ډوهني نړیوال کرکټ کې ۵۳۸ میچونه ترسره کړل، (۱۷زره ۲۶۶) منډې یې جوړې کړې.۱۶ سلیزې، ۱۰۸ نیمه سلیزې،۳۵۹ شپږیزې او ۸۲۹ لوبغاړي یې په کیچونو او سټمپ سره اوټ کړي دي.

ددې ترڅنګ د ویکټ ساتوونکو لوبغاړو په تاریخ کې لومړی لوبغاړی دی چې تر ټولو ډیر سټمپ یې کړي دي.

نوموړي تراوسه ۱۹۵ سټمپ ترسره کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ