هر پیل،پای لري | خبریال

هر پیل،پای لري

 د کرکټ د نړۍ یو ښه لوبغاړي او کپتان له نړیوال کرکټ سره خدای په اماني وکړه. مهندر سنګ ډوني د خپل هېواد لپاره شاوخوا ۱۶ کاله کرکټ‌ وکړ او نن د هند د خپلواکۍ په ورځ یې استعفی وکړه. د ساختماني شرکت د یو راجپوت مامور زوی، مهندرسنګ ډوني په کوچنيتوب کې فوټبال کاوه او یوه ورځ یې د ښوونځي د کرکټ د هلکانو لپاره ویکټ کیپېنګ وکړ او بیا یې کرکټ ته مخه کړه او هماغسې مخ په بره ولاړ. د هند یو ایالتي ټیم ته د ورتګ یو شرط دا و چې دی باید هلته د کرکټ تر څنګ د اورګاډي په سټیشن کې هم کار وکړي، ده کار پیل کړ خو ژوند او کارونو ستړی کړ، غوښتل یې هر څه پرېږدي او ولاړ شي،‌ خو په زړه کې یې پټو هیلو او ارمانونو دغه کار ته پرېنښودل. د هند د کرکټ‌ رقابتي نړۍ کې مهندر سنګ ډوني له ډېرو سختیو او کړاوونو تېر شو، خو خپل منزل ته یې ځان ورسوه. د هند لوبډلې له راتګ وروسته یې په یوې نجلۍ باندې زړه وبایله، هغه نجلۍ په ترافیکی‌پېښه کې مړه شوه، ډوني د خپلې مینې په مړینې سخت زهیر او ډیپرس شو، خو وخت یې دا درد هم درمل کړ. بیا مین شو او د خپلې مینې سره یې واده وکړ.
ډوني د هند یو تر ټولو بریالی کپتان ګڼل کېږي. د ده په کپتانۍ کې هند د شلو اورونو او ۵۰ اورونو د نړیوالو جامونو د ګټلو تر څنګ د چمپیین ټرافي هم وګټله. ډوني ښه، زیرک او زړور مشر او لوبغاړی او د لوبو په سختو حالاتو کې ښه تصمیم نیوونکی بلل کېده. د ډوني یو غټ کمال دا و چې په ډېرو لوبو کې به یې خپله لوبډله له سختو حالاتو څخه را وویستله او هڅه به یې کوله چې لوبه تر پایه ورسوي او ښه یې ختمه کړي. د ډوني له راتګ سره، ډېرو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شو چې د هند د کرکټ ملي لوبډلې کې ولوبیږي. دی چې کله کپتان شو، لومړی شعار یې دا و چې باید هر لوبغاړی د خپلې لوبې تر څنګ ښه فټ او با ډسپلین هم وي. دی لومړی لوبغاړی و چې د هند په یو مشهور بیتسمین ورېندر سیواک باندې یې انتقاد وکړ چې ښه فېلډېنګ نشي کولی او یوازې بېټېنګ کفایت نکوي، باید ځای یې کوم بل ځوان لوبغاړي ته تش شي. ډوني د تېر ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې په نیمه پایلوبه کې د نیوزلنډ خلاف لوبه کې په خراب وخت کې رڼ اوټ شو، هند لوبه وبایلله او له نړیوال جام څخه ووت، له هماغه ورځې راوروسته بیا ډوني د هند لپاره لوبه ونکړه. ده په خپل انستګرام کې خپله استعفی اعلان کړه، ډېر ساده، نه یې له چا وغوښتل چې ورته رسمي‌مراسم جوړ کړي، نه یې د کوم امتیاز غوښتنه وکړه او نه یې هم په چا احسان بار کړ.
د موټر سایکلونو دغه غټ مینوال، د خپل هېواد د پوځ قوي ملاتړی دی، په یوې لوبې کې یې د هند د پوځ دستکشو ته ورته دستکشې یې په لاسونو وې چې د پاکستان د کرکټ ډېرو مینوالو پرې انتقادونه هم وکړل. دی اوس هم د پوځ سره چېرته په تمرین بوخت دی. د خپلې استعفی نیټه یې هم د پوځ د وخت په اساس اعلان کړی دی او لیکلي دي: د ۱۹۲۹ بجو څخه وروسته ما تقاعد وګڼئ.
د ده استعفی هند او نړۍ ته د ا پیغام ورکوي چې هر ښه پيل پای هم لري او که هر پیل په ښه شکل پای ومومي، نتیجه یې خوشحالي وي، پښیماني نه وي. په دې هیله چې زموږ کپتان او ځینې نور سینر لوبغاړي هم په خپل تقاعد فکر وکړي. د ډوني استعفی د هند د کرکټ د یو ښه دوران پای دی. خو، ډوني به بله میاشت په آی پي ال کې لوبیږي.

جعفر هاند

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ