عرفان پټان: ډوهني څخه ډیرې ښې خاطرې لرم | خبریال

عرفان پټان: ډوهني څخه ډیرې ښې خاطرې لرم

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الروانډر عرفان پټان چې د ۲۰۰۷ کال نړیوال جام د اتلوالۍ پر مهال، د ډوهني په مشرۍ کې د هند کرکټ ملي لوبډلې غړی و،د ډوهني د ناڅاپي د کرکټ څخه د تقاعد کیدو په اړه خپل نظر څرګند کړ.نوموړي وویل،ډیر لوبغاړي تقاعد شوي خو د ډوهني ناڅاپي تقاعد کیدل حیرانوونکي ده.
ډوهني په نړیوال کرکټ کې ۵۳۸ میچونه ترسره کړل، (۱۷زره ۲۶۶) منډې یې جوړې کړې.۱۶ سلیزې، ۱۰۸ نیمه سلیزې،۳۵۹ شپږیزې او ۸۲۹ لوبغاړي یې په کیچونو او سټمپ سره اوټ کړي دي.

عرفان پټان څخه څو پوښتنې شوي او هغه هم خپل ځواب ورکړي دي.

د نوموړي څخه پوښتنه وشوه، د ډوهني د تقاعد کیدو په اړه څه نظر لرې؟

عرفان پټان: ښکاره ده چې مونږ ټول پدې فکر کې یو،چې ډوهني څنګه یوه ناڅاپي پریکړه وکړه.هغه یو افسانوي لوبغاړی دی.زما په نظر چې هغه به د تقاعد کیدو پریکړه ځکه کړي وي،چې نړیوال جام وځنډید.هغه غوښتل چې نړیوال جام کې برخه واخلي او له هغه وروسته په تقاعد فکر وکړي.ټول د کرکټ افسانوي لوبغاړي په یوه ورځ له کرکټ تقاعد اخلي او نن د ډوهني ورځ وه.هغه تقاعد واخیست.

د هغه سره د لومړی خاطره کومه یوه وه؟

عرفان پټان: زما لومړی خاطره د هغه سره بنګله دېش کې وه.کله چې هغه په صفر په منډه کې وسوځید.له هغې څخه وروسته د هغه سره تمرین کې مخ شوم.ما بونس بال ورته وکړ،خو هغه سکوایر لیګ بونډرۍ په طرف ولوبوه او یوازې یوه منډه یې جوړه کړه.زه په هغه ځای کې پوه شوم،چې دا یو ځواکمن لوبغاړی دی او دا زما لومړی خاطره وه.

د ډوهني سره د بهترینې شیبې کومې وې؟

عرفان پټان:یقیناً د هغه سره بهترینې شیبې د نړیوال شل اوریز جام ګټل و.د کرکټ د فیلډ څخه بدون د هغه سره یو ځای د ډيرې مودې راهیسې د ډوډۍ خوړل وو.یو له څخه ناهیریدونکي شیبې دا دي،چې هغه به هر وخت په ډېټ یا وروستیو اورونو کې بالرانو ته ډاډ ورکوه،هغوی ته به یې ویل،که ۱۵ منډې درباندې جوړې شي،توپیر نه کوي.ځکه چې پداسې وختونو کې له بالرانو لدې هم زیاتې منډې اخیستل کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ