سوریش راینا هم نړیوال کرکټ د تل لپاره پريښود | خبریال

سوریش راینا هم نړیوال کرکټ د تل لپاره پريښود

کرکبال وېب پاڼه- وروسته له هغې چې د هند کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي او پخواني کپتان مهندراسینګ ډوهني له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ،ورسره سم د هغه بل ملګري سوریش راینا هم د ډوهني سره یو ځای شو او له نړیوال کرکټ څخه یې تقاعد اعلان وکړ.

الروانډر راینا په انسټګرام یوه پوسټ کې مهندراسینګ ډوهني ته لیکلي،چې زه له تا سره یو ځای د لوبې څخه خوند اخلم.زما ویاړ یې او د تقاعد پریکړه کې زه هم درسره یو ځای یم.

سوريش راینا لومړی هندي لوبغاړی و،چې د خپل هیواد لپاره په شل اوریز پارمټ کې سلیزه جوړوي.نوموړي همداشان د لوبې په درې واړو پارمټونو کې سلیزې جوړې کړي دي.

راینا په ۱۳ کلن کرکټ کیریر کې ۱۸ ټیسټ، ۲۲۶ یو ورځنۍ او ۷۸ شل اوریزې لوبې کړي دي.چې ټیسټ کرکټ کیریر کې یې (۷۶۸) منډې، یو ورځنیو لوبو کې یې (۵۶۱۵) او شل اوریزو لوبو کې یې (۱۶۰۵) منډې جوړې کړي دي.

نوموړي همداشان یو ورځنیو لوبو کې (۳۶) ویکټې.په ټیسټ او شل اوریز پارمټ سیالیو کې یې (۱۳) ویکټې اخیستي دي.

وړمه ورځ د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان مهندراسینګ ډوهني هم له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړی و.

د ډوهني په مشرۍ کې هند د شل اوریز او پنځوس نړیوال جام او همداشان د چمپیون ټرافي سیالیو اتلوالۍ خپلې کړي دي.

ټاکل شوي چې دواړه لوبغاړي به د ۲۰۲۰ ای پي ایل سیالیو کې د چنای سوپر کینکز لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ