قیس احمد ۲۰ کلن او کرکټ کیریر ته یې کتنه! | خبریال

قیس احمد ۲۰ کلن او کرکټ کیریر ته یې کتنه!

کرکبال وېب پاڼه – قیس احمد ۲۰ کاله وړاندې په همدې ورځ د افغانستان ننګرهار ولایت کې زیږدلی دی او نن یې د زوکړې ورځ ده او مینه .والو یې هغه ته مبارکۍ وړاندې کړي دي

نوموړی ښي لاسی لیګ بریکر او همداشان ښي لاسی توپ وهونکی دی.

نوموړي د افغانستان ملي ټیم سربیره، د نوولس کلنو،اوولس کلنو،بلخ لیجنډز،راج شاهي کینکز،هوبرټ هریکنز،ملتان سلطنز لوبډلو لپاره لوبې ترسره کړي دي.

ټیسټ لوبې:

یوه ټیسټ لوبه یې کړې ۲۳ منډې يې پکې جوړې کړي دي او همداشان یې یوه ویکټ پکې اخیستي دي.

فرسټ کلاس لوبې:

نوموړي ۱۲ فرسټ کلاس سیالیو کې ۶۸ ویکټې اخیستي دي او همداشان یې ۲۲۶ منډې جوړې کړي دي.

نړیوالې شل اوریزې لوبې:

نوموړي یوه شل اوریزه لوبه کړي او ۳ ویکټې یې پکې اخیستي دي.

لیست اې سیالۍ:

نوموړي ۹ لیست اې سیالۍ ترسره کړي او ۱۲ ویکټې یې پکې اخیستي دي او همداشان یې ۴۱ منډې پکې جوړې کړي دي.

کورنۍ یا لیګونو شل اوریزې لوبې:

نوموړي ۵۱ لوبو کې ۲۰۲ منډې جوړې کړي دي او همداشان یې ۵۹ ویکټې یې پکې اخیستي دي.

ټاکل شوي وه چې نوموړي به د ۲۰۲۰ کال ویسټ انډیز کورني لیګ (سي پي ایل) سیالیو کې هم برخه اخیستي وای.خو د ویزې ستونزو له کبله یې ونشول کولی چې پکې برخه واخلي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ