د انظمام الحق لخوا پر پاکستاني لوبغاړو نیوکه! | خبریال

د انظمام الحق لخوا پر پاکستاني لوبغاړو نیوکه!

کرکبال وېب پاڼه- د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي انظمام الحق پر پاکستاني بيټسمینانو نیوکې وکړې چې د انګلستان خلاف په روانه دوهمه ټیسټ لوبه کې په ویرې سره لوبې کوي او نتیجه کې یې ویکټې له لاسه ورکړي.

هغه وویل،پاکستاني بيټسمینان لدې ویرې که شاټونو ووهي،ویکټې به له لاسه ورکړي،دفاعي لوبه کوي او په دفاع کې هم خپلې ویکټې له لاسه ورکړي.

د هغه په وینا پاکستاني بيټسمینانو په روانه ټیسټ لوبه کې یوه بله غلطي دا ده، ددې په ځای چې بال ته لومړی بیټ را وړاندې کړي،خپلې پښې ورته را وړاندې کوي،چې په نتیجه کې یې دوی سلیپ کې ویکټې له لاسه ورکړي.

انظمام الحق له پاکستاني لوبغاړو وغوښتل چې اټیکه یا چټکه لوبه وکړي،کنه! باران به دوی یوازې د انګلستان له ماتي څخه ژغوري.

د یادونې وړ ده چې پاکستان د لوبې دوهمه ورځ پداسې مهال پای ته ورسوله چې په ۲۲۳ منډو کې یې ۹ لوبغاړي دلاسه ورکړل.

پاکستان ته محمد رضوان په ۱۱۶ بالونو ۶۰ منډې جوړې کړې.

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لدې وړاندې د انګلستان په وړاندې خپله لومړۍ ټیسټ لوبه په درې ویکټو بایللي وه.

هغه مهال انګلستان ته کریس ووکز ښکلي لوبه کړي وه او ۸۴ ناسوځیدلي منډې یې جوړې کړي وې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ