کابل بازانو لوبډلې سپانسر: لوبډله کې به زیات ځوانانو ته چانس ورکوم | خبریال

کابل بازانو لوبډلې سپانسر: لوبډله کې به زیات ځوانانو ته چانس ورکوم

کرکبال وېب پاڼه- عبداللطیف ایوبي د ایوبي سپورټس کمپلیکس مالک او همداشان د کابل بازانو لوبډلې سپانسر له کرکبال سره په خبرو کې تایید کړې چې پخپله لوبډله کې به زیاتره ځوانو لوبغاړو ته د لوبیدو چانس ورکړي.

نوموړي چې څو ورځې وړاندې یې د افغانستان کرکټ بورډ څخه د شپږیزه لیګ لپاره د کابل بازانو لوبډلې د ملکیت امتیاز په ۳۳ لکه افغانۍ ترلاسه کړ،وویل د ځوانو لوبغاړو د هڅونې او تشویق په موخه یې لوبډله پېرلي ده.
ایوبي لدې وړاندې هم د کرکټ په ډګر کې د ځینو سیمه ایزو کلبونو او کابل زلمي کلب لوبډلې سپانسري ترسره کړي ده او همداشان یې دوی ته د خپل هیواد بهر سیالۍ برابرې کړي دي.

ایوبي په وینا هڅه به یې دا وي،چې د لوبغاړو نیلامۍ پر مهال ځوان لوبغاړي،لکه رحمن الله ګربز،عظمت الله عمرزی،قیس احمد،ریاض حسن،درویش رسولي،نجیب الله ځدراڼ او مجیب الرحمن لوبډلې ته خپل کړي.

د اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو نیلامي به د راتلوونکي دوشنبې په ورځ ترسره شي.

ټاکل شوي چې اووم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ به د راتلوونکي سپټمبر میاشتې په شپږمه نېټه پیل چې د سپټمبر تر ۱۶مې نېټې به دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ