وارنر او نور اسټرالیان د ای پي ایل په پیل کې نشي لوبیدلی | خبریال

وارنر او نور اسټرالیان د ای پي ایل په پیل کې نشي لوبیدلی

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې دوولس لوبغاړي چې پکې د اسټرالیا کپتان ارون پېنچ، ډیویډ وارنر او پاټ کومنز هم شامل دي،د ای پي ایل سیالیو د پیل په څو لوبو کې به،برخه ونشي اخیستلی.یاد دوولس لوبغاړي د هغو ۲۱ کسیزو لوبغاړو څخه دي چې اسټرالیا کرکټ بورډ د انګلستان دورې لپاره په لوبډله کې شامل کړي دي.

یاد لوبغاړي د انګلستان دورې لپاره په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې اخیستل شوي دي او کله چې دوی انګلستان څخه بیرته ای پي ایل سیالیو ته راګرځي،اړ دي چې لومړی قرنطین موده تیره کړي او بیا به لوبډلو سره یو ځای کیږي.

له بلې خوا اسټرالیا کرکټ بورډ د خپلې لوبډلې مرستیال روزونکی اندریو مکډونلډ ته بیا د انګلستان دورې په ځای،ای پي ایل کې د دندې اجازه ورکړي ده. مکډونلډ ای پي ایل سیالیو کې د راجستان رویلز لوبډلې د مشر روزونکي دنده په غاړه لري.

ټاکل شوي چې د انګلستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو او درې پنځوس اوریزو سیالیو سیریز به د سپټمبر له څلورمې نېټې پیل چې د ای پي یل د پیل درې ورځې وړاندې(سپټمبر ۱۶) به پای ته ورسیږي.

د ای پي ایل د قوانینو له مخې چې کومه لوبډله اماراتو کې ښکته کیږي.اړ دي چې لومړی هوایي ډګر کې د کرونا ټیسټونه ورکړي کیږي او بیا په هوټل کې په لازمي ډول ۷ ورځې قرنطین موده تیروي.

یاده د وي چې پدې موده کې به د هغوی څخه لومړۍ،دریمه او شپږمه ورځ د کرونا ټیسټونه ترسره کیږي او کله یې چې ټولې پایلې منفي شوې.بیا به لوبډلو سره د یو ځای کیدو اجازه ترلاسه کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ