نوي ځوان مجیب افغان سره مرکه! | خبریال

نوي ځوان مجیب افغان سره مرکه!

مجیب افغان ښي لاسی ببیټسمین او ښي لاسی چټک توپ اچونکی دی.

مجیب افغان د افغانستان د ننګرهار ولایت د بهسودو سیمې سره تعلق لرونکی لوبغاړی دی.خو اوسمهال په امریکا هیواد کې استوګن دی او هلته لوبې ترسره کوي.

مجیب افغان ۲۱ کاله عمر لري او ۷ کاله وړاندې امریکا متحده ایالتو هیواد ته د یوه لیګ لپاره وغوښتل شو او د هغې مودې راهیسې نوموړی هلته د امریکې ملي لوبډلې سربیره په مختلفو لیګونو کې لوبې ترسره کوي.

مجیب افغان زیاتره وخت د خپلې لوبډلې لپاره د یوه میچ ګټوونکي لوبغاړي په توګه هم پاتي شوی دی.

ددې ترڅنګ نوموړي د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو سره هلته په مختلفو لیګونو کې یو ځای لوبې ترسره کړي دي او د هغه د لوبو څخه متأثره شوي دي.

مجیب د لوبو په درې واړو پارمټونو کې تردې دمه ۱۵ سلیزې او ۴۳ نیمه سلیزې په ښه سټرایک رېټ او ایوریج سره جوړې کړي دي.

د بیټینګ ترڅنګ نوموړي په توپ اچونه کې هم خپله وړتیا ښودلي او ۲۵ میچونو.کې یې ۴۷ ویکټې اخیستي دي.غوره بالینګ یې په یوه لوبه کې د ۸ منډو په بدل کې د ۷ لوبغاړو سوځول دي.

نوموړي زیاتره لوبې د لوؤا بولز او جایګور کرکټ کلبونو لپاره ترسره کړي دي.

مونږ د نوموړي سره د هغه کرکټ کیریر او د افغانستان د کرکټ د راتلوونکي په اړه څو خبرې کړي دي چې پام مو ورته راګرځوم.

کریکبال: د ټولو څخه لومړی که راته ووایاست،څومره وخت کیږي چې امریکا هیواد ته کډوال شوي یاست؟

مجیب افغان: تقرییا اوه کاله کیږي چې دلته امریکا کې د یوه لیګ لپاره راغلی ووم.

کرکبال: تاسو تراوسه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو سره یو ځای لوبې کړي؟

مجیب افغان: هو! څو میاشتې وړاندې د یو لیګ لپاره افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راغلي وو او له دوی سره مو یو ځای د (افغان ځوانانو کرکټ کلب) کې لوبې ترسره کړې.

کرکبال:اوسمهال تاسو د امریکې کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبې کوئ؟

مجیب افغان: درې،څلور کاله مو د امریکې لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي،خو اوسمهال مو د ټپونو له کبله د تیر یو کال راهیسې د دوی لپاره لوبې ندي ترسره کړي او لا هم د دوی سره یم.زما هڅه دا ده چې د اسټرالیا په بیګ باش سیالیو کې او همداشان د هند کورني کرکټ لیګ (ای پي ایل) سیالیو کې هم د لوبیدو چانس ترلاسه کړم.

کرکبال: که چیرې تاسو ته د افغانستان په شپږیزه لیګ کې د لوبیدو چانس برابر شي،آیا اماده یاست چې پکې ولوبیږئ؟

مجیب افغان: ولې نه! افغانستان مو خپل لیګ دی،کله چې دلته د لیګ سیالۍ نه وي او زه په بشپړه توګه چمتو یم چې د خپل هیواد په لیګ کې هم برخه واخلم.

کرکبال:په افغان کرکټ ملي لوبډله کې د کوم خپلوان شته دي؟

مجیب افغان: نه! لوبډله کې مو خپلوان نشته.خو ټول مو انډیوالان او ملګري دي،که هغه د ملي ټیم او یا د نوولس کلنو ټیم لوبغاړي دي.

کریکبال: د افغانستان کرکټ په ملي لوبډله کې د خوښې لوبغاړی څوک دی؟

مجیب افغان: ټول مو د خوښې لوبغاړي دي،فرق پکې نشم کولی.خو بیا هم په افغان کرکټ ملي لوبډله کې مو د خوښې لوبغاړی سمیع الله شینواری دی،د کوچنیوالي راهیسې مو د هغه لوبې،بیټینګ،بالینګ او فیلډینګ څاره او زه به د هغه د لوبو څخه ډیر متأثره شوم.په کوچنیوالي کې د هغه سره نه ووم مخ شوی.خو الحمدالله اوس له هغه سره له نږدې پيژنم او ښه ملګری مو هم دی.

کریکبال: نړیوال کرکټ کې د خوښې لوبغاړی څوک دی؟

مجیب افغان: په نړیوال کرکټ کې مو د خوښې لوبغاړی اسټرالیاوی اوپنر لوبغاړی ډیویډ وارنر دی. د هغه لوبې مو زیاتې خوښيږي او تراوسه مو د هغه یوه لوبه د لیدلو نده پريښودلې.زه وایم چې کشکې د هغه په څیر کیڼ لاسی لوبغاړی زه هم وای.نوموړي سره ډیر ځلې مخ شوی یم،لیده کاته مو ورسره کړي دي.که ای پي ایل کې یې وګوری،نوموړی له راشدخان سره په بالینګ کې ډیره مرسته کوي.

کرکبال: بې له شکه چې ای پي ایل کې به د خوښې لوبډله حیدراباد وي؟

مجیب افغان: بلکل،یقینا،که درته ووایم چې حیدراباد لوبډله مو پدې خاطر د خوښې لوبډله نده چې افغان لوبغاړي پکې شتون لري،بلکې د ډیويډ وارنر په سر مو یاده لوبډله ډیره خوښيږي،کله چې وارنر اوټ شي،دده څخه ورته زه ډیر خفه شم.هغه یو ښه استعدادي او خوش اخلاقه لوبغاړی دی.

کرکبال: د وروستۍ پوښتنې په اړه که راته ووایاست،د افغانستان ځوانو لوبغاړو راتلوونکی څنګه ارزیابي کوئ او ستاسو هیله څه ده چې نور څه باید وشي؟

مجیب افغان: د افغانستان په ځوانو لوبغاړو کې پوره ټېلنټ او وړتیا شته ده.خو هغه شان چې لازمه ده،دوی ته خپل چانس او حق ندی ورکړل شوی افغان کرکټ بورډ ته په کار دي چې د زاړو لوبغاړو په ځای ځوانو لوبغاړو ته په لوبډله کې لومړیتوب ورکړي او سینيئر لوبغاړو سره یو ځای لوبو کې ولوبول شي.دا چې اوس د افغانستان کورني لیګ سیالۍ پیل دي او همداشان شپږیزه لیګ را روان دی.زما هیله او غوښتنه له مسؤولو چارواکو څخه دا ده،چې ځوان لوبغاړي پکې ولوبوي او همداشان مو له زاړو او پخوانیو لوبغاړو هیله دا ده چې نور په لوبډله کې ځوانو لوبغاړو ته خپل ځایونه پریږدي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ