ګرېم سمېت تبعيضي چلندونه رد کړل | خبریال

ګرېم سمېت تبعيضي چلندونه رد کړل

کرکبال وېب پاڼه- د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پر پخواني کپتان او د سویلي افریقا کرکټ بورډ په اوسني ډایریکټر ګرېم سمېت باندې،د پخوانیو تور پوستکو کرکټرانو لخوا انتقاد شوی دی،چې کله هغه د لوبډلې کپتان و،هغه مهال یې له دوی سره تبعیضي چلند ترسره کړئ دی او په لوبډله کې به یې ځای نه ورکوه.خو پخپله ګرېم سمېت دا هر څه بې اساسه ادعاوې بللي دي.

سمېت وویل،نوموړي هيڅکله هم تراوسه سلیکشن کمېټې غړو ته داسې ندي ویلي چې دا لوبغاړی لوبډله کې واخلي یا یې ډراپ کړي.

د پخواني ویکټ ساتونکي لوبغاړي تامي ټولیکایل لخوا د یوې راډیویايي مرکې پر مهال په ګرېم سمېت د تبعیضي چلند تورونه ولګیدل.

نوموړي وویل،کله چې په ۲۰۱۲ کال د انګلستان خلاف ټیسټ لوبه کې مارک بوچر د کیریر ختمیدونکي ټپونو سره مخ شو،په هغه ځای کې سمېت د لوبډلې کپتان و او قصدا یې نه غوښتل چې زه به لوبډله کې شامل شم.

تامي ټولیکایل ترڅنګ د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي مکایا نتني هم وویل،ان د کرکټ کیریر تر وروستۍ مودې پورې نوموړي سره تبعیضي چلند شوی او نوموړی یوازې ساتل شوی دی.

ګرېم سمېت بیا دا ټولې ادعاوې رد کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په ریکارډي توګه سمېت د ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۱۴ پورې د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې کپتان و او د نوموړي په کپتانۍ کې ډیرې لوبې ګټلي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ