پنجاب لوبډلې د کارن نایئر په اړه کرونا خبرونه رد کړل | خبریال

پنجاب لوبډلې د کارن نایئر په اړه کرونا خبرونه رد کړل

پدې وروستیو کې د ځینو رسنیو لخوا خبر ورکړل شو،چې ګواکې د کینکز الیون پنجاب لوبډلې لوبغاړی کارن نايئر په کرونا اخته شوی و او د قرنطین وروسته، پدې وروستیو کې بیرته روغ شوی دی.

د کینکز الیون پنجاب لوبډلې اجراییه مشر ستېش مېنون ویلي، نایئر نرمه تبه درلوده،خو نوموړی پر کرونا ندی اخته شوی.

کریک انفو نړیوال سايټ خبر ورکړئ و، چې کارن نايئر د دوه اوونیو جلا کیدو وروسته د هغه ټیسټ پایله منفي شوه.

د هند کرکټ بورډ ادارې یوې سرچینې (پي ټي ای) سره خبرو کې ویلي،کارن نايئر د اګسټ په اتمه نېټه د قرنطین مودې تیرولو وروسته ټیسټ ورکړئ چې منفي شوی دی.

د یادونې وړ ده چې کارن نائیر به اماراتو هیواد ته د روانیدو وړاندې د نورو لوبغاړو په څیر له هغه څخه د کرونا ټیسټ بیا واخیستل شي او له هغه وروسته به یاد هیواد ته تګ اجازه ورکړل شي.

کارن نایئر چې په ټیسټ کرکټ کې یې ټرېپل سلیزه هم جوړه کړي.د ۲۰۱۷ کال راهیسې د هند لوبډلې لپاره ندی لوبیدلی.نوموړی د ۲۰۱۸ کال راهیسې د کینکز الیون پنجاب لوبډلې لپاره لوبیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ