اشوېن د مورالیترن د ۸۰۰مې ویکټې د راز په اړه پوښتلی | خبریال

اشوېن د مورالیترن د ۸۰۰مې ویکټې د راز په اړه پوښتلی

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی اف سپنر بالر راويچندران اشوېن چې د نورو هندي لوبغاړو په پرتله،اوسني کرونايي حالتو کې په ټولینزو رسنیو کې زیات فعال دی.نوموړی ډير وخت له خپلو مینه والو سره په ټولنیزو رسنیو کې د هغوی د پوښتنو ته د ځواب،ګپ شپ،شخصي ژوند،کرکټ خاطرو په اړه خبرې کوي.بعضې وخت پخواني او اوسني لوبغاړي هم په ټولینزه رسنۍ کې میلمه کوي او د هغوی راز هم پوښتي.

نوموړي پدې وروستیو کې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی او د زیاتې تجربې لرونکی لوبغاړی موتیا موراليترن میلمه کړی و او له هغه څخه یې د کرکټ خاطرو،فيلډ او د فیلډ نه د باندې مشکلاتو او ستونزو په اړه پوښتنې کولې.

مورالیترن ۸۰۰م ویکټ!
موراليترن د اشوان سره د خبرو ترڅنګ د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان مهندراسینګ ډوهني زیاته ستاینه وکړه.

نوموړي ۸۰۰مه ویکټ په ۲۰۱۰ کال کې د هند خلاف په ګلي لوبغالي کې د اوجا په سوځولو ترلاسه کړه.
د هند سره لوبه کې سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې یوازې یوې ویکټ ته اړتیا لرله ترڅو بریا خپله کړي.له بلې خوا موراليترن بیا یوې ویکټ ته اړتیا لرله ترڅو ۸۰۰مه ویکټ بشپړه کړي.

پدې وخت کې د هندوستان لخوا په کریز کې یوازې اشنټ شرما او پرګیان اوجا ولاړ وو.

اشوېن هم د موتیا موراليتران څخه د یادې سیالۍ او صحنې په اړه وپوښتل!

اشوېن ورته وویل: ماته خو اوجا وویل،چې هغه په قصدا مورالیترن ته ځان ویکټ پریښوده،ترڅو هغه ۸۰۰ مه ویکټ بشپړه کړي؟
مورالیترن یې په ځواب کې وویل: (( ما له اوجا سره د لوبې په منځ کې بیخي خبرې ندي کړي.ما یوازې له اشنټ سره د لوبې د وقفې پر مهال څو خبرې وکړې.هغه ته مو وویل،وروستۍ ویکټ ده.ښه شاټونه وواهه هندوستان په هغه پوزیشن کې ندی چې یا لوبه وګټي یا یې مساوي کړي.ماته ویکټ راکړه.لاړ شه! او زه به ډير درڅخه ډیر منندوی شم.))

ډيره جالبه لوبه پدې وه،چې مورالیترن وروستۍ لوبه وه،له بلې خوا یوازې یو ویکټ ورته پاتي وه،تر څو د ۸۰۰ ویکټو ریکارډ جوړ کړي.

خو وروسته نوموړي د اوجا په سوځولو سره ۸۰۰ مه ویکټ بشپړه کړه.
که سيالۍ ته راشو.په یاده لوبه کې سریلانکا په لومړي اننګز کې ۵۲۰ منډې جوړې کړې.په ځواب کې يې هندوستان په لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۲۷۶ منډې جوړې کړې.

سریلانکا لوبډلې هندوستان لوبډله ۹/۳۱۴ ته راښکته کړه چې اوجا او اشنټ شرما کریز کې سره یو ځای شول.دوی دواړو ۱۵،۲ اورونو پورې ویکټ ساتنه وکړه او وروسته موراليتران د اوجا ویکټ ترلاسه کړه او ۸۰۰ م ویکټ یې په ټيسټ کرکټ کې پوره کړه.

پدې سره مورالیترن په ټيسټ کرکټ کې تر ټولو د زیاتو ویکټو اخیستلو ریکارډ پخپل نوم کړ او دغه ریکارډ اوس هم د هغه په نوم دی.

نوموړی د لوبې په ټولو پارمټونو سيالیو کې په مجموعي توګه ۱۳۴۷ ویکټې اخیستي دي.

نوموړي ۱۳۳ ټيسټ، ۳۵۰ یو ورځنۍ او ۱۲ شل اوریزې لوبې کړي دي.
نوموړی په لومړي ځل په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د سریلانکا په ملي لوبډله کې راڅرګند شوی و.

د موراليترن وروسته اسټرالیاوي شین وارن په ټولو پارمټونو کې زیاتې ویکټې اخیستي دي او نوموړی (۱۰۰۰) ویکټې لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ