کرکبال وېب پاڼه ــ د چلنج کپ لومړی درجه ولایتي سيالیو په دوهمه لوبه کې چې د خوست مس عینک خصوصي لوبغالي کې ترسره شوه،پکې کابل لوبډلې د بلخ لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ستره ماتي ورکړه.
بلخ لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنه پیل کړه او ویې نشول کولی چې پوره اورونه ولوبوي او ټوله لوبډله په (۲۴،۱) اورونو کې په ۱۰۵ منډو وسوځیده او کابل لوبډلې ته یې د ۱۰۶ اسانو منډو هدف کیښود.
د بلخ کرکټ لوبډلې لخوا یوازې ظفر (۲۹) زیاتې منډې جوړې کړې.
د کابل لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې د نوولس کلنې کرکټ لوبډلې پياوړي لوبغاړي شفیق الله غفاري او عبدالرحمن (۳-۳)،فرمان الله او محمد انعام الله (۲-۲) ویکټې واخیستې.
ټاکل شوی هدف د کابل لوبډلې لخوا د لوبې په ۲۴م اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځيدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.
د کابل لوبډلې لخوا توپ وهنه کې یونس احمدزي (۲۳) او د لوبډلمشر نثار وحدت تر ټولو ډيرې (۵۷) منډې جوړې کړې.
د بلخ لوبډلې لخوا توپ اچونه کې عبدالله مزاري (۲) ویکټې ترلاسه کړې.همداشان حسن او اسدالله متاني (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.
د یادونې وړ ده چې لدې وړاندې لومړۍ لوبه کې خوست کرکټ لوبډلې هلمند کرکټ لوبډلې ته په ۹ ویکټو ستره ماتي ورکړي وه.
ټاکل شوي چې د همدې سيالیو په لړ کې به سبا د ګروپ په قطار کې ننګرهار له میدان وردګ کرکټ لوبډلې سره، او فریاب لوبډله به د کندهار لوبډلې سره د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.