زمونږ کورنې کرکټ کوم خواته روان دى؟ | خبریال

زمونږ کورنې کرکټ کوم خواته روان دى؟

لیکنه: ابراهیم مومند

افغان کرکټ بورډ هر کال په ملي لوبډله، الف لوبډله،۱۹ کلنه لوبډله،APL ليګ کې، ايمرجينګ لوبډله کې، شپږيزه کرکټ ليګ کې،فرسټ کلاس کې،ليست اى ټورنامنټ کې او دغه راز ان په ولايتي ګريډ ون کرکټ سياليو کې کرکټ بورډ اوسمهال ډيرى قرارداد لرونکي لوبغاړي لوبوي.

که سترګې پټې نه کړو نو قرارداد لرونکي لوبغاړي هم زياتره هغوى دي چې کرکټ بورډ کې زور، انډيوالي او خپلوي ولري.

دغه څه باندې ۸۰ قرارداد لرونکي لوبغاړي اوسمهال له څوو کلونو راهيسې له کرکټ بورډ سره قرارداد يا کنټرکټ لري او د ۲۰۰ دالرو نيولې ان تر ۳۵۰۰ دالرو پورې مياشتينى معاش ترلاسه کوي.

په قرارد لرونکو لوبغاړو کې داسې لوبغاړي هم شته چې کلونه کيږي چې ملي لوبډله کې نه دي لوبېدلي او هم ځينې نور د کورني کرکټ په کارکردګيو ددې حقداره نه دي چې معاش دې ورکړل شي.

اوس نو پوښتنه او اندېښنه داده چې ، که يواځې بورډ سره قراردادي لوبغاړي په پورته يادو شويو ټولو تورنامنتونو کې په دې امتياز چې بورډ سره قرارداد لري غوره کيږي او هم لوبيږي نو دا نور لوبغاړي به څه کوي او دوى ته د مخکې تګ کوم پلان شتون لري چې د کال په اوږدو کې په ښکته کچه د بورډ اړوند او نورو شخصي ټورنامنتونو کې ښه لوبيږي؟ نو له همدى کبله حالت يو نا معلوم لورې ته روان دى.

زما په اند، غوره به وي د ملي لوبډلې لوبغاړو ته هرو شپږو مياشتو کې د اړتيا او وړتيا په اساس قراردادونه ورکړل شي او هم د کورني کرکټ لوبغاړو په قراردادونو کې د يو کال کورني کرکټ کارکردګي په نظر کې ونيول شي او،هم رسنيز شي جې تراوسه دا کار افغان کرکټ بورد په خپل تاريخ کې نه دى کړي چې ددې ښکلذندوى دى چې په اوړو کې يې شګه ده.

دا هم مهمه ده چې بايد، قراردادي لوبغاړو ته چې له اوسني شمېر څخه يې نه يواځې بآيد شمېر هم راکم شي ترڅنګ يې په نړېوالو او کورنيو کرکټ سياليو کې ورته د خپل استعداد ښودلو مناسب چانسونه ورکړل شي او له هغې وروسته يې د بيا ځلي قرارداد لپاره مخکې تګ او شاته تګ ولري.

ترڅنګ يې بايد د ځينو ملي او کورنيو کرکټ لوبغاړو د مالي ستونزو په موخه چې ورته اوسمهال د اړتيا پرته د امتياز له موخه مياشتيني معاشات ورکول کيږي بل بديل لارې چارې پيدا شي نه داچې پرې د نورو مستحقو لوبغاړو حقوق وخوړل شي.

بل دې د زون او ولايتي کرکټ مسوولينو په اړه بيا کتنه وشي او کم تر کمه د زون او ولايت په کچه دې ورته د زيات نه زيات دوه کلن تړون له مخې ورته بيا د لوبو ترسره کولو او لوبغاړو د تاکنو د مسووليت منلو ترڅنګ صلاحيتونه ورکړل شي.

دا چې د زياترو ولايتونو لوبغاړي نورو زلايتونو کې لوبيږي بايد د اوسني ګډ وډ حالت په ځاى د يوه اوږد تړون له مخې د مېلمه لوبغاړو په توګه د بل ولايت يا زون په لوبډله کې د لوبېدو حق ولري تر خو د نورو اوسنيو لوبغاړو په خير د مخکې تګ چانسونه ولري او هم قراردادونه ترلاسه کړي او هيلې يې پوره شي.
نور بيا…

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ