خوست کرکټ لوبډلې د چلنج کپ سيالیو پیل په بریا وکړ! | خبریال

خوست کرکټ لوبډلې د چلنج کپ سيالیو پیل په بریا وکړ!

د کرکټ بورډ لخوا له د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د چلنج کپ لومړۍ درجه ولایتي سيالۍ نن رسما د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رئیس نظیم جار عبدالرحیمزي لخوا پرانیستل شوې.

د يادو سيالیو پیل د خوست او هلمند لوبډلو په لوبې سره پيل شوې.

خوست کرکټ لوبډلې مشر شاهد مندوزي د ټاس په ګټلو سره لومړۍ توپ اچونه  غوره کړه.

هلمند لوبډلې ونشول کولی چې د خوست لوبډلې د بالرانو په وړاندې ښه لوبه وکړي او ټوله لوبډله یوازې په ۵۷ منډو وسوځیدله.

د خوست لخوا په توپ اچونه کې باختر اتل څلور لوبغاړي وسوځول او همداشان نور احمد لکڼوال او ضياءالرحمن شريفي دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

د خوست کرکټ لوبډلې ټاکل شوی هدف په اسانۍ سره د یوه لوبغاړي په سوځیدو په اتم اور کې ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

د خوست کرکټ لوبډلې لخوا نوید عبید (۲۴) او همداشان رحیم منګل (۲۵) ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې د سيالیو د پيل وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رئیس نظیم جار عبدالرحیمزي پخپلو خبرو کې وویل،چې دا پنځم ځل دی چې دوی دا سيالۍ په هیواد کې دننه په لاره اچوي.د هغه په وینا چې دا سيالۍ به ۹ ورځې دوام وکړي او دوه مخکښې لوبډلې به ترې پایلوبې ته لار پیدا کړي،چې وروستۍ پایلوبه به یې په کابل لوبغالي کې ترسره شي.

د جار په وینا، لومړۍ درجې ولایتي سيالیو ته دغو لوبډلو،کابل،خوست،ننګرهار،بلخ،هلمند،میدان وردګ،فاریاب او کندهار لوبډلو لار موندلي ده او په دوو ګروپونو ویشل شوي دي.

د عبدالرحیمزي په وینا یاد ټیمونه په دوو ګروپونو ویشل شوي دي او دوی ترمنځ لوبې به ۹ ورځې دوام وکړي او مخکښې لوبډلې به ترې پایلوبې ته لار پیدا کړي،چې پایلوبه به یې په کابل کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ