مېچل سټارک: غواړم چې بالینګ کې نور سرعت راوړم | خبریال

مېچل سټارک: غواړم چې بالینګ کې نور سرعت راوړم

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسی چټ توپ اچونکی مېچل سټارک وایي،هدف یې دا دی چې بالینګ کې نور سرعت هم راوړي او (۱۰۰مېله کیلو متر پر سرعت) ته یې ورسوي

مېچل سټارک چې اوسمهال د هندوستان خلاف راتلوونکو سيالیو ته چمتوالی نیسي زیاتوي،اوسمهال لوبې نشته او زیات وخت په جیم کې تیروي او پدې کار کوي چې خپلو عضلاتو کش او نوره پیاوړتیا راوړي.

د سټارک په وینا دوه ځلې یې لدې وړاندې په (۱۶۰) کیلو متر په سرعت سره توپ اچونه ګذار کړې او دواړه ځلې یې پښه پکې ټپي شوي.خو نوموړی وایي دا ځلې داسې تمرینات ترسره کوي چې هم یې بالینګ کې نور سفیډ هم اضافه شي او په ورته وخت کې یې ټپونو لپاره هم ګټور واوسي.

د هغه په وینا زما هدف دا دي چې د بال سرعت تر (۱۰۰) میله ورسوم.

داسې ښکاري چې نوموړی دا ځلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي شعیب اختر ریکارډ ماتولو ته اراده لري.

شعیب اختر چې د وخت یو چټک توپ اچونکی و.نوموړي تر ټولو چټک بال په ۲۰۰۳ کال کې، په (۱۰۰،۲)مېله سرعت سره چې (۱۶۱،۳) کیلو متر سرعت سره مساوي دی،ترسره کړی و.

سټارک ددغه ریکارډ خپلولو لپاره څو ځلې هڅه کړې،خو لا یې هم ندی مات کړی او ډير ور نږدې شوی دی.

نوموړي تر ټولو چټک توپ په ۲۰۱۵ کال کې د نیوزیلینډ خلاف ترسره کړ.نوموړي یاده لوبه کې په (۹۹،۷) میل کیلو متر پر سرعت سره چې د (۱۶۰،۴) کیلو متر سرعت سره برابر دی.ترسره کړ.

 ((دوه ځلې ما تر (۱۶۰) کیلو متر شاوخوا سفيډ سره بالینګ ترسره کړی.خو دواړه ځلې مو پښه پکې ټپي شوي ده.دا ځلې هڅه کوم چې داسې ونشي.خو په ورته وخت کې پدې کار کوم چې تر همدې او یا لدې زیات سفیډ سره بالینګ ترسره کړم.))

نوموړي زیاته کړه،که چيرې داسې مناسب کنډیش او ځای ورته پیدا شي.د خپل چټک سفيډ حدودو ته به ځان ورسوي.

د سټارک په وینا د یوه چټک بالینګ ترڅنګ غواړي چې له ډیرو منډو ورکولو څخه هم ځان وساتي،چې دا د یوه چټک توپ اچونکي لپاره ډير مهم دي.

ټاکل شوي چې د هندوستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به په دسمبر میاشت کې څلور ټیسټ لوبې ترسره کړي.

له یادې سيالیو وړاندې به اسټرالیا له افغانستان سره هم یوه ټیسټ لوبه ترسره کړي.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ