د سيلفي شوقي محمد حفیظ د لوبډلې بیل کړل شو | خبریال

د سيلفي شوقي محمد حفیظ د لوبډلې بیل کړل شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراؤنډر لوبغاړی محمد حفيظ لدې کبله د پاکستان کرکټ لوبډلې د نورو لوبغاړو څخه بیل کړل شو،چې انګلستان کې یې د (بایو سیکورټي پروټوکول) څخه سرغړونه وکړه او هلته د هوټل بهر یې په ګولف کورس سیمه کې، د یوې ۹۰ کلنې ښځې سره تصویر واخیست او ټولینزه رسنۍ کې يې هم خپور کړ.

 پاکستان کرکټ بوډر ويلي،محمد حفیظ د بایو سکیورټي پروټوکول څخه سرغړونه کړې او  دوه متره ټاکلی واټن یې ندی مراعات کړئ.

د پاکستان کرکټ بورډ په وینا د لوبډلې ډاکټر سره د مشورې وروسته یې هغه د لوبډلو د نورو غړو څخه جلا کړی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ لخوا په خپره شوي اعلاميه کې راغلي چې محد حفیظ شاید دا کار قصدي نه وي کړئ. خو د نورو لوبغاړو لپاره یې عبرت دی.

د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، دغه پروټوکول د لوبغاړو او د نورو کسانو د صحت او د ژوند د حفاظت په موخه رامنځ ته شوی دی.

د یادونې وړ ده چې محمد حفيظ انګلستان ته د راتګ وړاندې یو ځلې د کرونا ټيسټ مثبت اعلان شوی و،خو وروسته یې په شخصي لابراتور کې ازموینه ورکړي وه چې هلته منفي اعلان شوی و. وروسته بیا پاکستان کرکټ بورډ له نوموړي څخه دوه د کرونا نور ټيسټونه هم ترسره کړل چې په هغې کې يې پایله منفي شوه او نوموړي ته د انګلستان سفر اجازه ورکړل شوه.

 د بایو سیکورټي يا د ژوند د خوندیتوب د اصولو څخه د سرغړونې وروسته به محمد حفیظ تر پنځو ورځو پورې د نورو لوبغاړو څخه جلا اوسي او پدې موده کې به له نوموړي څخه د کرونا ټيسټونه هم ترسره شي.

 له بلې خوا د پاکستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ټیسټ لوبو سیریز دوهمه سيالي به نن د انګلستان په سوتهمپټن ښار کې ترسره شي.

انګلستان پدې سيریز کې یو په صفر مخکیوالی لري.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ