راشدخان د انګلستان ټونټي بلاسټ سیالیو بهر شو! | خبریال

راشدخان د انګلستان ټونټي بلاسټ سیالیو بهر شو!

ټاکل شوي وه چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې الروانډر لوبغاړی راشدخان به د دریم پرلپسې کال لپاره د انګلستان په کورني کرکټ ټونټي بلاسټ سیالیو کې،د سسېکس لوبډلې لپاره لوبیدلی وای،خو یادې سیالۍ د ویسټ انډیز کورني کرکټ ( کرابین پریمیر لیګ) سره د ټکر له کبله له راشدخان څخه پاتي شولې.

د انګلستان کوانټي یا کورني کرکټ سیالۍ د اګسټ له ۲۸مې نېټې پیلیږي،خو په ورته وخت کې د کرابین پریمیر لیګ سیالۍ بیا د اګسټ له ۱۸مې نېټه پیل کیدونکي دي.

سسېکس لوبډلې په وینا، راشدخان سږ کال په کرابین پریمیر لیګ سیالیو کې د بربادوس ټریډنټس لوبډلې لپاره لوبیږي او له همدې نوموړی سږ کال سیالیو کې له دوی سره برخه نه لري او د هغه په ځای به سویلي افریقايي لوبغاړي ډاویډ وېسي ته په لوبډله کې ځای ورکړل شي.

سېکس لوبډله چې تیر کال تر سیمي فاینل هم رسیدلي وه،یاده لوبډله د راوي بوپارا،لوک رایټ،تایمل مېلز،لوري اېونز او ډنې برېګز په څیر پیاوړي لوبغاړي پخپل قطار کې له ځان سره لري.

راشدخان چې په نړیواله کچه کې زیات شهرت لرونکی لوبغاړی شمیرل کیږي.نوموړی به د ویسټ انډیز کورني لیګ کې د لوبیدو وروسته د هند کورني لیګ ای پي ایل سیالیو کې ولوبیږي.

راشدخان په ۴۶ ای پي ایل سیالیو کې برخه اخیستي،چې ۵۵ ویکټې یې اخیستي دي او همداشان توپ وهنه کې یې (۱۰۴) منډې جوړې کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ