افریدي: بابر اعظم د لومړی میچ ګټوونکی او بیا د روټ او کوهلي سره پرتله شي | خبریال

افریدي: بابر اعظم د لومړی میچ ګټوونکی او بیا د روټ او کوهلي سره پرتله شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر شاهدخان افریدي وایي،چې بابر اعظم لومړی باید د میچ یا سیالۍ ګټونکی لوبغاړی واوسي او له هغې وروسته د هندي ویراټ کوهلي او انګلستاني جو روټ سره پرتله کیدلی شي.

۲۵ کلن بابر اعظم لومړی ټیسټ لوبه کې (۶۹)،همداشان (۵) منډې جوړې کړې او پاکستان د درې ټیسټ لوبو لومړی لوبه په درې ویکټو انګلستان ته بایلوده.

افریدي وویل:” هغه ډیر استعدادي لوبغاړی دی.د لوبډلې ملاتیر هم دی.که چیرې هغه غواړي چې د جو روټ،ویراټ کوهلي،انګلستاني سمېت او سویلي افریقایي ډیویلیرز په څیر واوسي.هغه باید خپلې نیمه سلیزې په سلیزو بدلې کړي.”

افریدي ددې پوښتنې په ځواب کې چې شاهین شاه او نسیم شاه نوي وسیم اکرم او وقار یونس دي؟

افریدي وویل:” مونږ له نسیم شاه او شاهین شاه زیاتې هیلې لرو. دوی ځوان،غښتلي او پوره انرژۍ لرونکي لوبغاړي دي.که چیرې دوی غواړي د وقار یونس او وسیم اکرم په څیر واوسي.خپلې کارکردګۍ د جاري وساتي او مونږ باید سیالۍ وګټو.”

د پاکستان کرکټ لوبډلې کپتان اظهرعلي چې لومړی ټیسټ لوبې بایللو وروسته د نیوکو لاندې راغلی،افریدي يې په اړه وویل،چې هغه باید بیټینګ کې خپل فوم ښکاره کړي،ترڅو سیریز مساوي کړي.

“که چیرې تاسو د اظهرعلي بیټینګ ته فکر وکړئ،داسې کارکردګۍ یې ندي کړي.کله چې هره لوبډله سیالي وبایلي،پر کپتان یې نیوکې کیږي.خو د کپتان په توګه د هغه خپله کارکردګي هم اړینه ده.”

ټاکل شوي چې پاکستان او انګلستان ترمنځ د درې ټیسټ لوبو سیریز دوهمه سیالي به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ