د ځوانانو ورځ او کرکټران | خبریال

د ځوانانو ورځ او کرکټران

که د کرکټ له ډګره یې پيل کړو،زیاتره د کرکټ په ملي لوبډلو کې چې کومو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی دی،دوی همیش خپله وړتیا ښودلي ده.خو ستونزه دلته دا ده چې اکثره وخت په لوبو کې ځوانو لوبغاړو ته پدې چانس نه ورکول کيږي چې ګواکې دوی د لوبو تجربې نه لري او په همدې توګه خو زاړه لوبغاړو ته یوه ښه پلمه پیدا شي او د ځوانو لوبغاړو د لوبو څخه زړه ور تور کړي.

اوله دا چې ځوانو لوبغاړو ته اکثره وخت پدې چانس هم نه ورکول کيږي،که چیرې ښه وځلیږي،زاړه لوبغاړي دا فکر کوي چې د دوی ځای به اشغال کړي.

دوهمه دا چې کله په لوبو کې چانس ورکړي، بیا یې پداسې پوزيشنونو لوبوي،چې یوه پلمه ورته جوړه کړي،چې مونږ خو ځوانو لوبغاړو ته چانسونو ورکوو،خو دوی لوبې نشي کولی.هغه داسې نه وي چې هر وخت په لوبو کې چانس ورکوي،فقط یوه لوبه کې چانس ورکړي.که چیرې لوبغاړی ښه وځلید،بیا یې پوزیشن ور بدلوي او په هره طریقه چې کيږی،هغه ته یوه لومه جوړوي.

دریمه دا چې ځينې ځوانانو سره داسې هم کیږي،چې لږ په ټيټ لیول یو یا دوو لوبو کې ښه وځلیږي،سمدستي یې په ملي لوبډله کې واخلي،چې دا هم د ځوانو لوبغاړو سره یو شانتې ظلم دی،ځکه که چيرې نوموړي ته یوه لوبه کې چانس ورکړل شي او هغه پکې ښه ونه ځلید،یوې خوا خو د مینه والو لخوا تر پام بدیږي،له بلې خوا د هغه کرکټ خواري د تل لپاره له خاورو سره خاورې شوه.ځکه چې بیا نوموړی همدې لیول ته را رسيږي زیات وخت به پرې تیر شوی وي.له همدې کبله خو باید ځینې ځوان کرکټران سمدستي له ټيټ لیول څخه په لوړ لیول کې ونه لوبول شي.

څلورم دا چې اوس هغه پخوانی وخت ندی چې د یوه کرکټر پیدا کیدل به په ټول هیواد کې ستونزمن وو.اوس داسې ځوان لوبغاړي شته دي.چې زه به ډاډ سره ویلی شم چې د اوسنیو ملي لوبغاړو څخه څو چنده ښه لوبه کولی شي.

دلته ځینې داسې ځوان لوبغاړي شته چې نړیوال کرکټ ته په رادنګلو سره یې سمدستي پخپلو لومړيو څو لوبو کې نړیوال شهرت ترلاسه کړی دی.د هغه له ډلې یو هم رحمن الله ګربز دی.

رحمن الله ګربز (افغانستان)

۱۸ کلن رحمن الله ګربز چې یوازې یې د افغانستان لپاره لس سيالۍ ترسره کړي دي.خو نوموړی سر له اوسه په ۳۶۰ درجې لوبغاړي شهرت ترلاسه کړی دی. یاده به کړم چې د کرکټ په ډګر کې د ۳۶۰ درجې لقب یوازې د سويلي افريقايي لوبغاړي اې بي ډيویلیرز سره دی.هغه ځکه پدې لقب ځکه شهرت ترلاسه کړئ وو چې کله به د لوبې ډګر ته ښکته شو،نو د میدان ګرد چاپیره هرې خواته به یې شاټونه وهل.خو اوس د ډيویلیرز وروسته بل افغان ډیویلیرز هم را پیدا شوی دی.نوموړي هم په (۳۶۰ درجې) لوبغاړي شهرت ترلاسه کړی دی.که څه هم د ډیویلیرز ځای ته رسیدل یې وخت غواړي،خو بیا هم د همغه په قدم روان دی.

رحمن الله ګربز ته په لومړي ځل په ۲۰۱۹ کال کې د بنګلا دېش په کوربتوب په درې اړخیز سیریز کې د افغان کرکټ په ملي لوبډله کې ځای ورکړل شو.

نوموړي خپله لومړۍ لوبه د زمبابوې خلاف ترسره کړه،که څه هم ځينې لوبغاړي چې کله لومړۍ لوبه ترسره کوي،څه نا څه ویره ورسره وي.خو رحمن الله ګربز بیا داسې نه وو.

رحمن الله ګربز د حضرت الله ځاځي سره توپ وهنې ته راښکته شو او په اوپنینګ یې له حضرت ځاځي سره ۵۷ منډې ملګرتیا وکړه.ځاځی په ۱۳ منډو ترې اوټ شو،خو هغه خپلې لوبې ته دوام ورکړ.

نوموړي په یاده لوبه کې په ۲۴ توپونو د ۵ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مټ ۴۳ منډې جوړې کړې.وروسته افغانستان یاده لوبه د زمبابوې څخه په ۲۳ منډو توپیر سره وګټله.

کله چې تیر کال د افغانستان او ویسټ انډيز ترمنځ شل اوریزې لوبې په لکنو ښار کې وې.هغه ځای کې هم رحمن الله ګربز خپله وړتیا وښوده او د ویسټ انډيز خلاف په لوبه کې یې په ۵۲ توپونو سره ۷۹ چټکې منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۸ منډو په توپیر یاده سيالي وګټله او نوموړی په یاده سيالۍ کې د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شوی وو.

نسیم شاه (پاکستان)

نسیم شاه په اوسني وخت کې د کرکټ کې یو تر ټولو ځوان چټک توپ اچونکی شمیرل کيږي.نوموړي پنځه ټیسټ لوبې ترسره کړي او اوسمهال په انګلستان کې د پاکستان لوبډلې سره مل دی. نوموړي په لومړي ځل د ۱۷ کلنۍ په عمر د اسټرالیا خلاف په لوبه کې راښکاره شو.نوموړي په ډير کم وخت کې د خلکو پام ځانته را واړوه.نوموړي په ټيسټ کرکټ کې د (۲۹،۲۰) ایوریج سره ټولې پنځلس ویکټې اخیستي دي.

په تیرې فبرورۍ میاشت کې نوموړي د بنګله دېش خلاف په لوبه کې هیټریک یا په پرلپسې توپونو درې لوبغاړي هم سوځولي وو،چې پدې سره په ټيسټ کرکټ کې تر ټولو ځوان بالر وشمیرل شو چې هیټریک ترلاسه کوی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ