محمدعرفان:ګوټم ګمبیر زما توپ هیڅ نشو لیدلی | خبریال

محمدعرفان:ګوټم ګمبیر زما توپ هیڅ نشو لیدلی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی اوږد قد لرونکي لوبغاړي محمد عرفان یو ځل بیا د ۲۰۱۲ کال خبرې تکرار کړې او ویي ویل چې هندي اوپنر لوبغاړي ګوټم ګمبیر نړیوال کرکټ کیریر ته د پای ټکی هغه ایښی دی.

نوموړي وویل،په ۲۰۱۲کال د هند خلاف په سیريز کې نوموړی په پنځو لوبو کې دوه ځلې،زما لخوا اوټ شو او له هغې راهیسې نوموړي کرکټ کې بیا ښه ورځ نده لیدلې.

محدعرفان وویل،پدې کې شک نشته چې د هند خلاف په لوبه کې د یوه لوبغاړي څخه یا اتل یا بوتل جوړیږي.

((یقینا،چې د هند او پاکستان ترمنځ لوبو کې یوه لوبغاړي څخه زېرو یا هیرو جوړیږي.څوک چې ښه کارکردګي وکړي اتل کیږي او څوک چې خرابه کارکردګي وکړي صفر کیږي.))

نوموړي د ګمبیر د علت په اړه وویل: ((ما به چې کوم بال د ګمبیر خلاف ترسره کاوه.هغه به نشو لیدلی.هر چا به ویل چې داسې نه ښکاري چې دا د هغه پخوانی ګوټم ګمبیر وي.))

محمد عرفان زیاته کړه،زما سره د مخامخ کیدو وروسته یې څو لوبې وکړې،خو چندان لوبې يې پکې ونه کړې.ځکه خو وایم چې د هغه لخوا نړیوال کرکټ کیریر د پای ټکی زما لخوا ایښودل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۲ کال هندوستان دوره کې محد عرفان د هند سخت قوي بیټينګ لاین چې راس کې یې،ګمبیر،یوراج سينګ،کوهلي او ډوهني شامل وو،مخ شو.خو نوموړي یې په وړاندې په نوي توپ سره بهترینه توپ اچونه ترسره کړه.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ هغه مهال د یو ورځنیو لوبو سیریز پاکستان (۲-۱) سره ګټلی وو.خو د شل اوریزو لوبو سيریز يې بیا (۱-۱) کې له هند سره مساوي پای ته رسولی وو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ