چنای لوبډلې سي او: ډوهني شاید ۲۰۲۱ ای پي ایل کې هم له مونږ سره شتون ولري | خبریال

چنای لوبډلې سي او: ډوهني شاید ۲۰۲۱ ای پي ایل کې هم له مونږ سره شتون ولري

د ای پي ایل لیګ چنای سوپر کینکز لوبډلې اجراییه رئیس کاسي ویشوناتن هیله ښودلې چې د چنای سوپر کینکز لوبډلې اوسنی مشر مهندراسينګ ډوهني به له دوی سره په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال ای پي ایل سیزن کې هم مل وي.

 ډوهني چې د انګلستان په کوربتوب د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام راهیسې له کرکټ لرې پاتي شوی او څو ځلې د نوموړي په اړه خبرونه هم ورکړل شول،چې شاید نوموړی د کرکټ څخه د تقاعدی پلان نیسي.

خو نوموړی د هر څه په اړه خاموشه و.او نوموړي خپله خاموشي په تیر مارچ میاشت کې چې هغه مهال ماته کړه چې د ای پي ایل سيالیو ته یې د تیاریو لپاره تمرینات پیل کړل.هغه مهال ای پي ایل سيالۍ بیا د کرونا له کبله د ځنډ سره مخ شوې.

کاسي ویشوناتن وویل: ((مونږ دا هیله لرو چې ډوهني به په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سيالیو کې له مونږ سره وي. ان تردې چې شاید نوموړی په ۲۰۲۲ کال ای پي ایل سیالیو کې هم له مونږ سره شتون ولري.))

کاسي ویشوناتن زیاتوي له رسنیو خبریږي چې مهندراسینګ ډوهني د جهارکند ښار په داخلي کرکټ اکاډمۍ کې تمرینات پیل کړي او دوی یې په اړه کوم تشويش نه لري او هغه خپل مسؤلیت له مونږ پخپله ښه پیژني.

د چنای سوپر کینکز لوبډلې مالک او د هند کرکټ بورډ اداري مرستیال چیرمېن این سرینوانسن وايي،لوبډله به يې ډوهني په ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سيالیو سیزن کې هم له ځان سره وساتي.

د یادونې وړ ده چې د ډوهني د کرکټ د آینده په اړه له هغې وروسته پوښتنې را ولاړې شوې چې نوموړي ونشول کولی چې د هند کرکټ بورډ لخوا د معاش مرکزي تړون ترلاسه کړي.

کاسي ویشوناتن زیاتوي چې د چنای سوپر کینکز لوبډلې لوبغاړي به د روانې اګسټ میاشتې په ۱۳مه نېټه په چنای ښار کې سره راټول شي او بیا به د اګسټ له ۱۶مې نېټې څخه تر ۲۰ مې نیټې پورې د مهارت لوړولو لنډ تمرینات ترسره کړي او له هغې وروسته به د اګسټ په ۲۱مه نېټه د اماراتو په لوري روان شي.

ټاکل شوي چې ۱۳م پړاو ای پي ایل سيالۍ به د راتلوونکي سپټمبر میاشتې په نوولسمه نېټه د اماراتو په درې لوبغالو کې پیل،چې د نومبر تر اتمې نېټې به دوام وکړي.

 

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ