شاهد افریدي: د بې عدالتی په اړه به تل رښتیا وایم | خبریال

شاهد افریدي: د بې عدالتی په اړه به تل رښتیا وایم

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تجربه کاره الروانډر لوبغاړی شاهدخان افریدي وایي،تل به د ظلم او بې انصافیو په اړه حقیقت او رښتیا وایي او پدې برخه کې به له الله ج پرته له هیچا ویره ونلري.

نوموړي د کشمیر په اړه د خپلو تیرو څرګندونو دفاع کړي ده او ویلي یې دي چې دا د هغه دنده ده چې د نړۍ په هره برخه کې چې بې انصافي او ظلم روان وي، په وړاندې یې غږ راپورته کړي.

د افریدي په وینا حتی که په هندوستان کې هم بې عدالتي او بې انصافي وي،په وړاندې به یې نوموړی خاموش نه پاتي کیږي.

((یو شئ،هغه دا چې زه باید تل حقیقت ووایم.هیڅ خبره نده چې هر څه درته پيښيږي.دا چې زه ولې هر وخت په ښکاره توګه خپل نظر څرګندوم.زه په انسانیت باورم لرم،دا له هر څه پورته دی.ان! که دا په هندوستان کې هم وي.))

لدې وړاندې په تیرې مۍ میاشت کې شاهد افریدي د پاکستان کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړي وه،چې د شپږم پړاو (پاکستان سوپر لیګ) سیالیو لپاره د کشمیر څخه هم یوه لوبډله پکې شامله کړي.نوموړي هغه مهال د هند په لومړي وزیر نریندرا مودي هم لدې کبله نیوکې کړي وې،چې پر کشمیر خلکو یې جبر او ظلم روان کړئ او هغوی یې له خپلو حققوقو بې برخې کړي دي.

نوموړي هغه مهال په ټولنیزه رسنۍ ټویټر کې لیکلي وو” کشمیر خلک وژغورئ او د هغوی ننګه وکړئ”.

د نوموړي یادو څرګندونو
ته هغه مهال د ځینو هندي کرکټرانو،ګمبیر،راینا او داون لخوا ځوابونه ورکړل شوي وو.

افریدي د پاکستان لپاره ۲۷ ټیسټ، ۳۹۸ یو ورځنۍ او ۹۹ شل اوریزې لوبې کړي دي.چې په ټیسټ کرکټ کې یې (۱۷۱۶) منډې، یو ورځنیو لوبو کې یې (۸ زره ۶۴) او شل اوریزو لوبو کې یې (۱۴۱۶) منډې جوړې کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ