لنکا پریمیر لیګ بیا وځنډول شو! | خبریال

لنکا پریمیر لیګ بیا وځنډول شو!

د سریلانکا کرکټ بورډ لخوا د (LPL) په نوم نوی کرکټ لیګ یو ځل بیا د تر نامعلومې مودې وځنډول شو.

ټاکل شوي وه چې دغه نوی لیګ به د روانې اګسټ میاشتې په ۲۸مه نېټه پیل چې د سپټمبر تر شلمې نېټې به یې دوام کړئ وای.خو د کرونا ویروس له کبله دغه لیګ نور هم وځنډول شو.

د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شمي سیلوا وویل،دغه هیواد ته د خارجي لوبغاړو په راوستلو ځینې عامه ستونزې موجودې وې.

شمي سیلوا وویل: (( مونږ د صحت عامې چارواکو سره خبرې درلودې،کوم څوک چې سریلانکا ته له بهر داخلیږي جبراً ۱۴ ورځې قرنطین موده پرئ تیروي.نو په همدې اساس د اګسټ په وروستیو کې ددغه ټورنامینټ ترسره کیدل ستونزمن دي.))

شمي سیلیوا همداشان وویل،چې دا لیګ به د ای پي ایل وروسته په نومبر میاشت کې ترسره کړي.

((دا دوهم ځل شو چې دا ټورنامینټ ځنډیږي. مونږ به دغه ټورنامینټ د ای پي ایل وروسته د نومبر میاشتې په نیمایي کې ترسره کړو.))

یاده دې وي چې پدغه لیګ کې د ځینو مشهورو لوبغاړږ ټئم سوتي،محمد حفیظ او نورو نړیوالو لوبغاړو د ګډون خبر ورکړل شوی وو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ