د کرکټ بورډ لخوا په ځينو شخصي اکاډمیو جواز پاڼې وویشل شوې | خبریال

د کرکټ بورډ لخوا په ځينو شخصي اکاډمیو جواز پاڼې وویشل شوې

افغانستان کرکټ بورډ څه مودې وړاندې د شخصي کرکټ اکاډمیو څښتانانو یا مالکینو ته خبر ورکړئ وو،چې د خپلو اکاډمیو د فعالیت په موخه له کرکټ بورډ څخه د رسمي جواز پاڼې ترلاسه کړي.

همدې لړۍ نن دوام پیدا کړ او په یو شمیر شخصي اکاډميو مالکینو باندې د کرکټ بورډ ادارې لخوا د خپلو اکاډمیو د جواز پاڼې وویشل شوې.

دغه پاڼې نن رسما د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رئیس نظیم جار عبدالرحیمزي لخوا وویشل شوې.

نظیم جار پدې کار خوښي څرګنده کړه او له نورو اکاډمیو یې هم وغوښتل چې له دوی سره ځانونه ثبت کړي.

هغه وویل: (( خوښ یم چې د لومړي ځل لپاره د خصوصي سکتور د غوښتنو پر بنسټ،شخصي اکاډمیو ته د فعالیت جواز ورکوم.))

عبدالرحیمزي زیاته کړه چې یادې کرکټ اکاډمۍ به د افغانستان کرکټ بورډ د اصولو او پالیسیو مطابق خپل فعالیتونو ترسره کوي.

نظیم جار عبدالرحیمزي همداشان د اکاډمیو له مالکینو وغوښتل چې خپلې اکاډمۍ یا روزنځایونه په معیاري ډول برابر او د کرکټ لوبغاړو او همداشان د روزونکو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کرکټ بورډ په وینا کومې اکاډمۍ چې له دوی سره ثبت وي،هغوی به د کرکټ بورډ لخوا د هر ډول پروګرامونو څخه برخمنې وي او هغه اکاډمۍ چې له دوی سره ثبت نه وي،لدې حقوقو څخه به برخې وي او همداشان به یې فعالیتونه د کرکټ بورډ لخوا غیر قانوني وي.

د یادونې وړ ده چې د کرکټ بورډ لخوا په جوړو شوو مراسمو کې پر دریو شخصي اکاډمیو ایوبي،زرملوال او ویکټوري مالکینو باندې جوازونه وویشل شول.

یادو مالکینو له نورو اکاډمیو مالکینو څخه هم وغوښتل چې دوی په پل قدم کیږدي او د کرکټ بورډ څخه د فعالیت خپل جوازونه ترلاسه کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ