زمبابوې کرکټ بورډ:روان کال یې تر ټولو خراب کال دی | خبریال

زمبابوې کرکټ بورډ:روان کال یې تر ټولو خراب کال دی

وروسته له هغې چې د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې روان کال کې د سيالیو سیریزونه د کرونا له کبله د سقوط سره مخ شول.زمبابوې کرکټ بورډ وايي ۲۰۲۰ کال د دوی کرکټ لپاره تر ټولو بدترن او خراب کال دی.

ټاکل شوي وه چې زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې به روان کال کې له ډيرو لوبډلو سره د سيالیو سیریزونه ترسره کړي وای.خو د کرونا وبا له کبله یې پلانونه ګډوډ او له ستونزو سره مخ شول.

زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې روان کال کې د ایرلینډ،افغانستان،اسټرالیا او پاکستان سره سيریزونه درلودل.

د ایرلینډ،افغانستان او اسټرالیا سيریزونه یې د کرونا له کبله لغوه شول،خو دوی د پاکستان کرکټ لوبډلې سیریز ته لا هم خپله هیله لري.

که چيرې د زمبابوې او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د سيالیو سیریز ترسره کیږي،دا سيریز به د اکتوبر- نومبر میاشت کې ترسره شي.

پدې سيریز کې درې شل اوریزې او درې پنځوس اوریزې لوبې شاملې دي،چې پنځوس اوریزې سيالۍ یې د ورلډ کرکټ لیګ سيالیو برخه دي.

 زمبابوې کرکټ بورډ چې لا وړاندې یې نور د کرکټ سيریزونه دلاسه ورکړي وو.پدې وروستۍ اونۍ کې یې له افغانستان سره هم د پنځو شل اوریزو لوبو سیریز دلاسه ورکړ،چې پدې سره د ایرلینډ،هندوستان او اسټرالیا سیریز وروسته څلورم سيریز شو چې دوی یې روان کال کې دلاسه ورکوي.

زمبابوې کرکټ بورډ ویاند ډرلینګټن ماجونګا تیره ورځ وویل،د دوی یوازینی هیله اوس پاکستان سیریز ته ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ